دماليى مفهوم او پيـــــــــژندانه:
ماليه په افغانستان کى پنځه زره کلن غيررسمى تاريخ لري.چه دوه سوه نه پنځوس کاله دمخه دلومړى ځل لپاره په رسمى ډول سره داحمدشاه بابا په وخت کى د ديوان بيګى په نامه يوه اداره جوړه شوه چه اوسنى نوم يى دمالى د وزارت څخه عبارت دى.چي ماليه په لاندى ډول سره پيژندلى شو!
ماليه د هغه اجبارى ورکړى څخه عبارت ده چي خلک يى ددولت دمصارفو د
تمويل پر منظور ددولت د غير مستقيموخدمتونوپه مقابل کى ورکوى.اويا په بل عبارت سره ماليه دهغه مکلفيت او مسؤليت څخه عبارت ده.چي خلک يى د دولت د پايښت تقويى او دمصارفو د تمويل په منظور دولت ته تسليم کوى. ....
هغه ماليات چه دولت يى د اخستلو حق لرى دهغى په ارتباط مختلف دلايل وړاندى شوى.
١.دمسيحيت د فلسفي له مخۍ ماليه مانه له ګناه څخه پرته يوه غلاده . دغه نظريه د توماسفون اکوين له خوا ارايه شويده.
٢.دقرارداد دتيوري مطابق چي دهغى څخه روسو او مونستکو هم دفاع کړيده.
افراد بايد د هغو خوندونو په بدل کى ماليه ورکړى چي ددى دولت څخه يى لاس ته راوړۍ.
٣.د بيمى د تيوري له مخي هوپسر روتيک له خوايي هم تصديق شويدى.دا وايي چي ماليه دهغي جايزي څخه عبارت ده.چي د دارئي د حمايت په بدل کې دافرادوڅخه اخستل کيږي.
٤.ارسطو وائي چي د منطقي مفهوم له مخى ماليه دهغۍ فداکارى څخه عبارت دي.چې خلک هغه دولت د وظيفو د ممکن کولو په منظور په غاړه اخلي.
د ماليـــــــــــــاتوضرورت:
د ١يو تشکيل شوى ټولني د نظم او اداري حفاظت لپاره د يو شمير سازمانونو موجوديت حتمي او ضروري امر ګڼل کيږي.چي دغو سازمانونو کي اداري سازمانونه،دفاعي،او همدارنګه اقتصادي سازمانونه شامل دي.
دغه سازمانونه په مجموعى ډول د يو هيوادد رامنځ شوي او منظمي ټولني د حکومت اساس جوړوي.حکومت په خپل وار سره د يو شمير وظايفو د اجرا کولو لپاره يوه اندازه مصارفو ته ضرورت پيدا کيږي.چي د مجموعى مصارفو په نوم ياديږي.
دولت ددي اهدافو د پوره کولو لپاره مجبور او مکلف دى چې د هيواد افرادو او موسساتو څخه يو څه اندازه عايدات لاسته راوړي. يعني هغه عايدات چې دولت ئي د خلکو او موسساتو څخه لاسته راوړي د عمومى عوايدو په نامه ياديږي.
د عمومى اهدافو په ټاکنه کې او همدارنګه دعمومى عوايدو په وسيله ددغو اهدافو تاُمينول په حقيقت کې دعمومې مالي دعلم اساس تشکيلوي او همدارنګه د مالي په علم کې ددي چارو سر ته رسولو لپاره چي څومره عايدات لاسته راځي او کوم چي ئي په مصرف رسيږي د بحث او مطالعي لاندي نيول کيږي.همدارنګه واضح ده چي دولت د خپلي بقا او حاکميت د دوام لپاره عوايدو او مصارفو ته ضرورت لري. که چيري دولت عايدات لاسته رانه وړي نو په هغه صورت کې به د دولت بقا نا ممکنه وي. دغه راز که چيرته مصارف د عوايدو په نسبت اضافه شي نو دولت به د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ او هم ويلي شو چي شايد د دولت سقوط سبب شي.
په افغانستان کې د مالياتو تاريخي سير ته لنډه کتنه
ماليات ددولت د مهمو عايداتي مدارکو څخه حسابيږي.
د تاريخ په اوږدو کې مختلف نومونه ئي ځانته اختيار کړيدي.
په افغانستان کې د اول ځل لپاره د احمدشاه بابا په وخت کې مالي چاروته توجه وشوه.څرنګه چي د ١١٦٥هش-کال کې ددولتي تشکيلاتو په ډله کې دهمايون اعلادديوان په نوم د مالي وزارت مينځته راغي.لمړي متصدي ددي امورو سردار عبدالله خان (پوپلزي)وو او دديوان بيګي په نوم ياديده مقررشو.
دديوان بيګي لقب د وخت په تيريدو سره په مستوفي المالک باندي بدل شو او د هغي صلاحيت دنني اداري د وزير سره برابروه.مالي چاري به په مرکز کې د مستوفي المالک له خوا او په ولايتونو کې به د تحصيلدارانو له خوا سرته رسيدل چي د اول دفتر او دوهم دفتر له خوا اجراکيدله.
مستوفي المالک په به خپل ټول قدرت سره د ولاياتو حسابي امور يو ځاي کول او سر ته به يي رسول ساتنه او څارنه د همدي په غاړه وه په دغه دوره کې به سدوزيانو ډير عوايدله بيلا بيل هيوادو څخه لاسته راوړل.
هغه عوايد چي د افغانستان د ولايتو څخه لاسته راتلل ډير کم وه. دا ځکه چي د هر ځاي ماليه به په هماغه ځاي کې په مصرف رسيده.
مثلا:د ١٠٠٠٠٠ روپو په اندازه به د هغي ځاي حاکم يا والي ته تخصيص ورکول کيده او باقي نور ئي ددولت د مامورينو او فوځ د لګښتونو لپاره بيليدي.
د احمدشاه بابا پراخي امپراطورى کې چي شمال خواته د آمو د سيند پوري جنوب خواته د بلوچستان پوري او د غرب خوا ته د نيشاپور او مشهد پوري تشکيل درلوده اضافي عوايد ددعه فتحه شوو منطقو نه په لاس راوړل کيده چې د يوان اعلي کلني عوايد ددغي لاري نه کروړو روپو ته رسيده که چيرته دغه ټول د مملکت د ابادۍ او پرمختګ لپاره په مصرف رسيدلاي واي نن ورځ به افغانستان د پر مختللو هيوادو په کتار کې وائ.
د بده مرغه دغه ذکر شوي عوايد په پرلپسي جنګونو کښې په مصرف رسيدل او څه برخه به ئي د ځينو کسانو له خوا په پټه او غيري قانوني ډول وړل کيده .ددولت عوايد په مختلفو صورتونو کې وه او د بيلا بيلو لارو به ئي سره ماليات راټولول چي دغه ډول ماليات په ځينو سيمو کښې اجباري شکل درلوده او په ځينو کښې اختياري شکل درلوده.
د مثال په ډول: دبي بي د سرغوړولو په نامه يو ډول اختياري ماليه وه.چې د هزاره جاتو د خلکو له خواه سوغات په توګه او په کال کښې يو اندازه زيړ غوړي د بادشاه دربار ته راوړل کيدل دغه غوړي قرار قرار ددولت د ماليه جذ شو.
د مالياتو اقتصادي ارزښت
که چير ته مونږ په عمومي شکل د هيوادونو د اقتصادي حالت جاج واخلو نو دي نتيجي ته رسيږو چي د ټولو هيوادونو په هره ساحه کې د ودي او پرمختګ لپاره لازم او مناسب سرمايه ته ضرورت لري لکه په صنعتي ، پرمختيايې،فرهنګي.تعليمي،زراعتي،مخابراتي . ترانسپورتي او داسي نورو کې نو پس ويلاي شو چه اقتصادي انکشاف په مختلفو سکتورون کې د پرمختګ لپاره ښه مدرک د هيواد د مالياتو سيستم دي چې ددي سيستم له لاري ماليات بايد راټول شې چه دغه ماليات دولت يه دوه قسمه دراټولوۍ.
١.مستقيم ماليات
٢.غيرممستقيم ماليات
دغه دواړه دولاياتو د ولسواليو څخه مرکزته د ټاکلو مسولينو له خوا ليږل کيږي.
چي يو ئي عادي بوديجه او بله ئي انکشافي بوديجه بلل کيږي.
پس ويلي شو چي دولت انکشافي بوديجه په مختلفو سکتورونو کې لکه په صنعتي پروژوکې ، صحي چارو کې . فرهنګي ، تعليمي او د سرکونو په جوړولو کې او په داسي نورو کې مصرفوي. ددغه سکتورونو د فعاليدلو سره د مسلکې او علمي کسانو استخدام ته ضرورت پيداکيږي.
نو د ټولني وګړي مجبور دي چي پدغه کارونو کي فعاله ونډه واخلي او په نتيجه کې ورو-ورو بې کارى له مينځه لاړه شي.
ددى کار په نتيجه کې د استخدام د سطحي د لوړويده سره سم د خلکو عايدات لوړوالو مومى او هيواد ورځ په ورځ د انکشاف او پر مختګ په لورۍ ګامونه وچتوي.
د مالياتو ډولونه
٢ماليات په عمومى ډول په شپږو ګروپونو ويشل کيږي.
١.مستقيم ماليات
٢.غيرمستقيم ماليات
١.مستقيم ماليات: د هغه مالياتو څخه عبارت دي چي د اشخاصو څخه د هغوي د فعاليت او ملکيت په اساس اخستل کيږي.لکه د ځمکې ماليات
مستقيم ماليات لاندي ډولونه لري.
١.د انفرادي اشخاصو پر عايداتو ماليه:يعنې کله يو تجار جواز لاسته راوړي د هغه پر عايداتو ماليات وضع کيږي.
٢.دنمايشاتو پر عايداتو ماليه :
نمايشي او تفريحي ځايونه لکه سينما د پهلوانى ځايونه او داسي نورو د خالص مفاد څخه چي د تجارتو ګټي په منظور اجراکيږي د هغوي د عايدانو څخه ماليه په لاندي ډول اجراکيږي.
١. هغه فعالتونه چې يواځي د خالصي ګټي په خاطر صورت نيسي د هغوي د خالصي ګټى څخه ماليه دښاروالى يانورو ارګانونو پواسطه اخستل کيږي.
٢.هغه فعاليتونه چې په جريان کې ګټه او تاوان دواړه رامنځته کيږي. دهغوي ماليه دبلانس له مخې د تجارتي فعاليت د نرخ د اندازي اخستل کيږې .
٣.په ژرندو ماليه يا د وړو په ماشين:
د اوبو د ژرندو ماليکين د يو لړثابتو مالياتو تابع دي کوم چې د هغوي څخه د يو لړ عايداتو مطابق تخمين کيږي.
هغه ژرندي چي د برق پواسطه چليږي د ثابتو مالياتو تابع دي د ژرندو د مالکانو څخه (٢٠٠٠)افغانى د يو هارس پاور په مقابل کې اخستل کيږې.
٤.د موسساتو په عايداتو ماليه :
همدارنګه هغه زراعتي ،صنعتې،ترانسپورتې موسيسات چه د ملک د اقتصادي امورو په انکشاف کې مهم رول لوبوې .بناُ پردي ددغه موسيساتو څخه د ماليه اخستلو په وخت کې فرق وشي چه ددي لاري څه وکولاى شې چه وړوموسساتو ته انکشاف ورکړو.
او هم ددغه موسساتود فعاليتونو پراخوالي له مخي ددولت وارداتې بوديجه تقويه شي.
ددي لپاره چې اجتماعي عدالت تامين شي او هم واړه موسسات وکولايشي چه خپلو فعاليتونو ته پراخوالى وړکړي نو مترقي مالي سيستم بايد تطبيق شي په غير زراعتي او لاسي صنايعو څخه او کوپراتيفونو څخه د ټولوصنعتي موسساتو د عوايداتو څخه -%٥- او د نوروګټوروموسساتو څخه -%١٠-ماليه اخستل کيږي.
. په ځمکې باندي ماليه :
د اساسي قانون د هغه مادي مطابق چه په ځمکي باندي ديو جريب په مقابل کې (٥٠) افغانى تثبيت شوي دي اخستل کيږي او د مالي د سنجش په اساس هغه ځمکه چه د نيم جريب او ياد هغه څخه کمه وى ماليات تري نه اخستل کيږي.
او که چيرته د نيم جريب څخه زيات وي نو په جريب کې شميرل کيږي ماليه ورکوونکى مجبور دي چې خپله ماليه هر کال د سنبلي د مياشتې داول څخه تر ددلوي د مياشتي تر اخره پورى هر کال په يو دم ياپه وده قسطو ورکړي همدارنګه هغه امتيازات او بخښني چه د ځمکي په اړوند او عايداتو لپاره ټاکل شوي په لاندي ډول دي.
١. هغه کورنى چې دوه جريبه ځمکه ولري د ماليه د ورکړي څخه معاف دي مګر هغه کورنۍ چې د دوه جريبو څخه زياته ځمکه ولري د ماليه د ورکړي څخه نه معاف کيږي.
٢.په دولتي ځمکو ماليه نه وضع کيږي.
٣.هغه څمکى چي د کرهنې څخه پاتي وي وروسته د زراعت د کارمندانو او د وخت دوالي د تاييد څخه د مالي د ورکړي څخه معاف کيږي.
٤. هغه ځمکي چې د نيکو کارونو لپاره وقف شوي وي او د هغي څخه کومه ګټه لاسته نه راځي لکه مسجد ،ديني مدرسي،وزارت خانې ، تعليمي ځايونه واداسي نوري ځمکې د مالي څخه معاف دي.
٥.هغه ځمکي چي د مالدارۍ فارم ، چرګانو فارم، مچيوفارم، د ماهيانو د روزني او حيواناتو د روزني چي قيمتي پوستکى لري د ما لک د تقاضا څخه معاف خو د هغي د عايداتوڅخه ماليه اخستل کيږي.
غير مستقيم ماليات
دادهغه ډول مالياتو څخه عبارت دي چي ديو شخص څخه نه اخستل کيږي.لکه:-گمرکي محصولات
د غير مستقيم مالياتو ډولونه
١.دګمرکي صادراتو محصول:
په ده کې هغه عوايد شامل دي چې دګمرکي محصولاتو څخه لاسته راځي. په هغه اجناسو چې د استفادي يا د خرڅلاو په منظور له ملک څخه صادريږي محصول ټاکل کيږي.
٢.دګمرکي وارداتو محصول:
هغه اجناس چي د استفادي يا دخرڅلاوپه منظورملک ته وارديږي. په هغه ټکس وضع کيږي.
٣.د استهلاکي موادو په خرڅلاو باندي ماليه :
دا هغه ډول ماليات دي چې د عوايدو څخه اخستل کيږي.لکه-عمده فروشي،پرچون فروشې، او يا دبعضي نورو استهلاکي اجناسو او موادو څخه لاسته راځي . هغه اجناس او اموال چې دملک په داخل کې توليديږي هم ماليه تري اخستل کيږي.
٤.د تجارتي معاملاتو او قيمت لرونکي اسنادو باندي ماليه :
پدي کې هغه ډول ماليات شامل دي چي د عوايدو له درکه په هغه معملاتو کې لکه تجارتې خريد فروش، محصول ،خارجي اسناد او يا قيمتي اسناد چي د غير منقولو اموالو د اخستلو او خرڅلاو څخه په لاس راځي.
دمستقيمو مالياتو يو څو گټي:
١.٣مستقيمو مالياتو په نتيجه کي په خلکوکې د ښارى توب جذبه پيدا کيږي.
٢.مستقيمو مالياتوپه نتيجې کي په ټولنه کې مساوات (برابرى)رامنيځته کيږي. يعني مالدارو څخه ماليات اخستل کيږي. او همدارنګه غريب خلک د مالياتو دورکړي څخه مستثنى دى.
٣.مستقيمو مالياتو په نتيجه کې د دولت په تقسيم کې (نابرابرى)ختميږى.
د مستقيمو مالياتو يو څو نمگړتياوي:
١. څرنګه چي مستقيم ماليه په عايداتو باندي وضع کيږي . نو د مالي د ارټولو مسولينولپاره مشکل کار دي.
٢.مستقيم ماليه په عامه توګه د غلا کيدو ښکار کيږي.
د غير مستقيمو مالياتو يو څو ګټي:
١.د غير مستقيمو ماليه اصول اسانه وي ځکه چي د مالي راټولو مسولين د داجناسو قيمتوسره ماليه اصولوى.
٢. غير مستقيمو ماليه په زريعه د غير ضرورى او مضر و شيانو په استعمال کي کموالي راتلي شي.او همدارنګه دا دټولنى د نيکمرغي سبب ګرځې.
٣. غير مستقيم ماليه دټولنى په ټولو طبقو باند وضع کيږي. او هيچ يو طبقه ترى نه پاتى کيدايشى.
د غير مستقيمو مالياتو يو څونمگړتياوي
١. دغير مستقيمو مالياتو زيات د مالداروپه ځاى په غريبو باندى وي.ځکه چي هغوي د اخستلو په وخت کي دومره ماليه ورکوي لکه څومره چي مالدار ورکوي.
٢. غير مستقيمو مالياتو په نتيجه کېپه ټولنه د پيسو پړسوب (Inflation) رامنځته کيږي.چي داد ټولنى د خلکو دنه راحتى باعث ګرځى.
.متزائده ماليه (Progressive)3
متزائده ماليه داسي ماليه ته ويل کيږي.چي دآمدن په زياتيدو سره پکښې زياتوالي رامنځته کيږى.
دمتزائده مالياتو يو څو گټي
١. دمتزائده مالياتو په نتيجه کې ددولت په تقسيم کې(برابرى) رامنځته کيږى.
٢. دمتزائده مالياتو په نتيجه کې ددولت آمدن اضافه کيږى. نو دغه حصوصآ د جنګ او د هنګامۍ په حالتو کې فائده منده ده.
د متزائده مالي يو څو نمګړتياوى
١. دمتزائده مالياتو په نتيجه کې د خلکو په پس اندازونو او سرمايي په حرکت باندى منفى اثر غورځې.چي د هغى سره سرمايه ګزاري متاثره کيږي.
٢.متزائده ماليه په عامه توګه د غلا کيدو د ښکار کيږى.
ددغى نمګړتياوو باوجود چي پخوانى او اوسنى پوهان دمتزائد ملي نظام په حق کې دي . چي هغى څخه د پيکو مارشل او کنيز په ټولنه کي د روزګار د زياتوالي په خاطر ددي نظام حمايت کوو.خو نن سبا چي پر مختللى او پر مختياي هيوادونو کي دداقسم مالي نطام وضع شويدي.
چي دغه د متزائده ماليه يو مستقيم ماليه ده. چي په آمدن باندى وضع کيږى.
نو همدارنګه په پرمختيائي هيوادونو کي د مالي دا قسم نظام څخه د يو اندازه پيسي نه جمع کيږى.او بل داچي دغه قسم نظام چي د سرمايي گزارى باند منفى تاثيراتو په وجه دولتونه دمتزائد مالي په انحصار په ځاي په غير مستقيمي مالي باندي انحصار کوي.
.تنزيلى ماليه (Regressive Tax)4
تنزيلى ماليه داسى ماليه ته ويل کيږى. چي د آمدن په زياتوالى سره په هغى کې کموالى رامنځته کيږي.نو همدارنګه دغه ماليه د متزائد ماليه برعکس ده.
چي د مالي دا قسم نظام دمالدارو په نسبت غريب زيات ددي ښکار کيږي.
. متناسبه ماليه (Proportional Tax)5
د متناسبه ماليه څخه مقصد داسي يو نظام دي چي د ټولو په آمدنو باند يو شان ماليه وضع کيږي.يعني ډير آمد ن لرونکى او کم آمد لرونکى ترمينځ کوم فرق نه وي.
د مثال په توګه : په يو هيواد کي انکم ټکس (%١٠) وي. نو د خلکو د آمدن په نظر کي نيولوڅخه پرته به (%١٠) ورکوى. چي دا مالداره وي او که غريب..
د متناسبه ماليه ګټي
١. د مالي راټولونکى د دغى مالي پيسواندازه په اسانى لګولي شي.
٢.ددغى مالي نظام په نتيجه کي د هيواد په آمدن او او دولت په تقسيم کې لوي لوي تغيرات نه رامنځته کيږي.چي ددي په نتيجه کي په ټولني کې اجتماعى ساختمان او ټولني کې تغير نه راځى.
٥.مخصوص او ايډوالرم ماليه (Specific And Advalorem Tax)
١.مخصوص ماليه (Specific Tax)
کله چي په کوم شي باندي د هغي دآندازي او دهغي د سايز او وزن په لحاظ ماليه وضع شي.نو هغي ته مخصوص ماليه ويل کيږى.
د مثال په توګه:-په چينى باندي د هغى دوزن په لحاظ ګمرکى محصول وضع کيږي.
په رختونو باندي د ګزونو او ميټرو په لحاظ ګمرکي محصول وضع کيږي.
نو د مخصوص (Tax) فايده دا ده.چي په اسانى سره وضع کيداي او اوصول کيداشي.
او نقصان ئي دادي.چي دغي بوج په غريب مصارف کوونکو باندي غورځى.
.ايډوالرم ټکس (Advalorem Tax)2
چي کله د کوم شې باندي دهغى د ارزيښت (Value) په لحاظ ماليه وضع شي. نو هغي ته ايډوالرم ټکس ويل کيږيز يعني پدي د شي وزن او سايز په نظر کي نه نيول کيږي.بلکي د هغى ارزيښت په نظر کي نيول کيږي.
د افغانستان د مالياتو سيستمد٤ افعانستان د مالياتوسيستم د (٩٩)مادو څخه جوړ شويدي چې مونږئي د يو څو مادو څخه يادونه کوو.
لمړى ماده:
د ټولو اشخاصو سهامى او محدودالمسوليت شرکتونو او د هيواد په دننه او بهر کې د نوروحکمى شخصيتو نو د عوايدو څخه د افغانستان ميشت (مقيم) ئي له بهر څخه تر لاسه کوى ددي قانون د حکمونو سره سم ماليه اخستل کيږي.
حقيقي او حکمې اشخاص په هغه صورت کې د افغانستان ميشت ګڼل کيږي چې د لاندي شرطونو لرونکي وي.
١.هغه شخص چې اصلي هستوګنځى يې د ماليي کال په اوږدو کې دننه په هيواد کې وي.
٢.د ماليي کال په اوږدو کې يي ټولى (١٨٣) ورځي (موده) دننه په هيواد کې تيره کړيوي.
٣.هغه کار کوونکې چي د ماليي کال په اوږدو کې ددولتي خدمتونو د تر سره کولو په منظور د هيواد څخه بهر کې توظيف شوي وي.
٤. نور هغه بنسټونه (نهادونه) چي تاسيس ، تشکيل او جوړيدنه ئي د ماليي کال په اوږدو کې صورت موندلى وي او نا ئي مرکزي اداره په افعانستان کې دننه وي.
دوهمه ماده:
د حکمي اشخاصو سهامي محدودودالمسوليت او د تضامنى شرکتونو په عايداتو باندي ماليات په مالي کال د هغوي د مالي وړعوايدو ته-١٠٠-کې %٢٠ ده.
٢.پرعايداتو باند ماليات د سنجولو په منظور اسعاري عوايد په افغانى پيسو تسعير کيږي.
د تسعير نرخ د هر مياشتي په پاى کې د پيرودنې په بنسټ د افغانستان بانګ د ازادو نرخونو اوسط څخه عبارت دي.
٣. دحقيقي اشخاصو په عايداتو باندي ماليات د لاندي جدول مطابق سنجول کيږي.
د مالي وړ عوايد د مالي مقدار
په مياشت کې له يوي (١) افغانى څخه تردولسزره او پينځه سوه( ١٢٥٠) افعانيو پوري ماليات معاف
په مياشت کې له (١٢٥٠٥)افغانيو نه تر (١٠٠٠٠٠) افغانيو پورى %١٠ ماليات
د(١٠٠٠٠٠)افغانيو څخه زيات (٨٧٥٠) افغانيو ثابت مبلغ په زياتوالي سره %٢٠ماليات
دريمه ماده:
الف: په افغانستان کې د اوسيدونکو حقيقي اشخاصو پر عايداتو باندي ماليه په لاندي توګه محاسبه کيږي.
١.په افغانستان کې ميت حقيقي اشخاص د مالي وړ عايدات پر بنسټ د هغو عوايدوپه ګډون چې د بهرنيو سرچينو څخه ئي تر لاسه کوى پرعايداتو باندي د مالياتو په ورکولو مکلف دى.
٢. په هغه عايداتو باندي ماليات چې په افغانستان کې د ميشتو حقيقي اشخاصو له تر لاسه وي ګټي څخه نورو دولتونو او حکومتونو ته ورکول کيږي . يواځي په کلنۍ عايداتو باندي د مالياتو د هغي برخي په مقابل کې چې د مالي ورکوونکې بهرنيو عايداتو ته منسوبيږي د مجرائي وړگڼل کيږي.
٣.په هغه صورت کې چې په افغانستان کې ميشت حقيقي اشخاصوپه مالياتو باندي (د عايداتودقانون دتعليماتنامي د تشريحاتو) له په پام کې نيلوسره د مالي مجرائىدهغه عوايدوسره متناسبه چې دجلاهيوادنو څخه ئي ترلاسه کوى صورت مومي.