نيټ
ورکنګ او زده
کړه يې
****لا به
ډېر ګلونه
واشي په دې
باغ کې****
***د
ګلزار د
سپړېدلو يې
اغاز دى***
لومړۍ
برخه
نيټ
ورکنګ څه ته
وايي؟
د
دوو شيانو تر
منځ اړيکو
ټينګولو ته
نيټ ورک وايي،
د بېلګې په
توګه د کور او
دفتر اړيکي د يوه
PTCL ټليفون د
ټليفوني Exchange له لارې
ټينګېږي، د
لويو او پراخو
ښارونو يو له
بل سره تړل تر
يوه زياتو
ايکسچنجونو
ته اړتيا لري،
د يوه ښار ټول
ايکسچنجونه
يو له بل سره
تړلي او په
ګډه کار کوي،
د بېلابېلو
ښارونو ټول ايکسچنجونه
هم يو له بل
سره وصل وي،
همدا ډول له
يوه هيواده بل
ته د ټليفون
کولو پر مهال
هم د هغوى ټول
ايکسچنجونه
يو له بل سره اړيکي
نيسي او په
ګډه کار کوي.
کمپيوټر
نيټ ورک
په
کمپيوټر نيټ
ورک کې د دوو
يا
ډېروکمپيوټرونو
يو له بل سره
تړلو ته
کمپيوټر نيټ
ورک وايي،
بايد ووايم
چې دا کتاب
يوازې او
يوازې د کمپيوټر
نيټ ورک لپاره
ځانګړى شوى
دى، که د نيټ
ورک کليمه
ووينئ موخه مو
ځني کمپيوټر
نيټ ورک دى.
د
نيټ ورک ګټې
د
معلوماتو Data ګډه
کارونه
داسې
وګڼئ چې په
يوه دفتر کې
کار کوئ، د
دفتر کوم بل
کارکوونکي يو
فايل جوړ کړى
او ستاسو سره
يې په ګډه
کارول غواړي.
يوه
لار يې دا ده
چې فايل به
فلاپي ډيسک ته
کاپي کوئ، بيا
به يې په خپل
کمپيوټر کې
کاروئ، فلاپي
يو داسې ډيسک
دى چې هر وخت د
باور وړ نه وي،
کله چلېږي او
کله هم له
چلاو څخه قسم
اخلي، څوک دا
نه شي ويلاى
چې زما په لاس
کې فلاپي ډيسک
به خامخا کار
کوي.
د
دې ستونزې يو
لوى حل همدا
اوسني فلش Flash
ډرايونه دي چې
د فلاپي په
پرتله د باور
وړ دي، بيا هم
په سلو کې لس
اعتبار نه
لري، که
وغواړئ
نوموړى فايل د
فلش ډيسک له
لارې خپل
کمپيوټر ته
راوړئ، د ملګري
کمپيوټر ته به
ځئ فايل به
فلش ډيسک ته
کاپي کوئ او
بيا به يې په
خپل کمپيوټر
کې کاروئ. که په
دفتر کې نيټ
ورک ولرئ ته
او ملګري دې
نوموړى فايل
په ګډه
کارولاى شئ.
د
سامانونو ګډه
کارونه
په
ټوليز ډول په
دفترونو کې يو
يا دوه
پرينټرونه
کارېږي،
کمپيوټرونه د
پرينټرونو په
پرتله ډېر وي،
له هر کمپيوټر
سره ځانګړى
پرينټر کارول
ناشونى دى، که
وغواړئ ډاټا
پرينټ کړئ، د
هغه کمپيوټر
له لارې يې
پرينټولاى شئ
چې پرينټر
ورسره تړلى
وي، يا به هم
پرينټر خپل
کمپيوټر ته
تړئ، دا کړنه
يو څه ستونزمنه
ښکاري ځکه
تاسو به هغې
خونې ته ځئ چې
کمپيوټر او
پرينټر سره په
کې تړلي دي،
له هغه به يې
خلاصوئ او له
خپل کمپيوټر
سره به يې تړئ،
په دې ډول
پنځه دقيقې
وخت چې د ډاټا
پر پرينټولو
لګېږي ښايي
نيم ساعت او
يا هم يوه
ساعت ته و
غځېږي.
که
د کمپيوټرونو
نيټ ورک ولرئ
هر ځاى او هر
کمپيوټر چې
وي، کولاى شئ
اول يا دويم
پرينټر وکاروئ،
پر پرينټر
برسېره د هارډ
ډيسک، سکېنر،
سي ډي او
کامرې
ډرايونه هم په
ګډه کارولاى
شئ.
د
پروګرامونو
ګډه کارونه
پر
سامانونو او
ډاټا برسېره د
کمپيوټر
پروګرامونه
هم په ګډه
کارولاى شئ،
ننني
پروګرامونه
خو د جسامت او
څرنګوالي
(کيفيت) له
پلوه دومره
لوى جوړ شوي
چې په هارډ
ډيسک کې پراخ
ځاى نيسي.
له
دې څخه مو
موخه دا ده
کوم
پروګرامونه
چې په مرکزي
کمپيوټر کې
ځاى پر ځاى
شوي وي، هر
نيټ ورک
کاروونکى يې
په ګډه کارولاى
شي، په هر
کمپيوټر کې د
نوموړو
پروګرامونو
جلا جلا ځاى
پر ځاى کولو
ته اړتيا
نشته.
د
انټرنيټ ګډه
کارونه
د
نيټ ورک يوه
بله ګټه دا ده:
که له نيټ ورک
سره يو تړلى
کمپيوټر له
انټرنيټه
برخمن وي، نو
پر لين نورو
ورسره تړلو
کمپيوټرونو
ته هم نيټ
ورکولاى شي او
بېل بېل
ټليفون او
موډيم،
کارولو ته
اړتيا نشته.
مرکزي
واکمني
(کنټرول)
څنګه
چې ټول
کمپيوټرونه
او کاروونکي د
يوه نيټ ورک
برخه وال دي،
له همدې امله
ټول امرونه له
يوه ځايه څارل
(کنټرول) کېږي
او د قواعدو
او قوانينو بېلابېل
ډولونه په
ډېره ښه توګه
پېژني.
د نيټ ورک
ډولونه
هر
نيټ ورک څو
ځانګړنې لري
چې پر بنسټ يې
نوموړى پر
بېلابېلو
ډولونه وېشل
شوى دى، تفصيل
يې په لاندې
ډول دى:
د
جغرافيايي
پولو پر بنسټ
نيټ
ورک د
جغرافيايي
پولو پر بنسټ
دوه مهم ډولونه
لري: LAN او WAN
LAN چې د Local
Area Network
لنډيز دى تر
يوه دفتر يا
هم يوې ودانۍ
او شرکت پورې
محدود دى.
د
لوکل اريا نيټ
ورک ځانګړنې:
١. دا
ډول نيټ ورک
په يوه کوچني
ځاى کې
جوړېږي، له
همدې امله يې
جوړونه او
کارونه خورا
اسانه ده.
٢.
د دې ډول نيټ
ورک سامانونه
په ډېره ټيټه
بيه پيداکېږي.
٣.
په دې نيټ ورک
کې د ډاټا
لېږدونه ډېر
ژر تر سره
کېږي، چټکتيا
يې خورا ډېره
ده، يعنې په
يوه ثانيه کې
له لسو او سلو
څخه نېولې تر
زرو ميګابيټو
ډاټا استولاى
شي. روښانه
بېلګې يې ښاري
نيټ کيفي يا د
يوه شرکت او
کمپنۍ سره تړل
شوي کمپيوټرونه
يادولاى شو.
WAN چې د Wide
Area Network
لنډيز دى د
دوو ښارونو يا
دوو هېوادونو
تر منځ
کمپيوټرونه
تړي.
د
ويډ اريا نيټ
ورک ځانګړنې:
١.
دا ډول نيټ
ورک د ځمکې له
يوه ګوټه
نيولې تر بله
د کمپيوټرونو
د اړيکو
ټينګولو
لپاره کارېږي،
له دې امله يې
سامانونه ډېر
ګران پرېوزي.
٢.
د ډاټا
لېږدونې پر
وخت يې چټکتيا
ډېره کمه ده،
ډېر ځايونه د
ټليفون لين
کارېږي، چې
سرعت يې په
ثانيه کې ٥٦
کيلو بيټه دى،
د تېز سرعت
لپاره د T1 لين
ور سره ملګرى
کېږي، چې سرعت
يې په ثانيه کې
١.٥ ميګابيټه
دى، له همدې
امله يې کلنى
لګښت خورا ډېر
دى، تر ټولو ګران
لين يې T3 دى،
چې په ثانيه
کې ٤٥
ميګابيټه
ډاټا لېږدولاى
شي.
د
ويډ اريا نيټ
ورک سرعت د
لوکل اريا نيټ
ورک تر هغه - چې
په ثانيه کې
١٠٠ ميګابيټه
دى - ډېر کم دى.
Bandwidth
هغه
سرعت ته ويل
کېږي چې په
وسيله يې يوه
اله ډاټا
واستوي، Bandwidth په
ثانيه کې بيټونه
(Bits Per Second) اندازه
کوي، په ثانيه
کې ٢ کيلو
بيټه په دې معنا
ده چې په يوه
ثانيه کې ٢٠٤٨
بيټه ډاټا
استولاى شي.
په ياد مو وي
چې ١٠٢٤ بيټه
ډاټا ته يو کيلو
بيټ ويل کېږي.
MAN
پر
WAN او LAN بر سېره
بله اصطلاح د MAN په
نامه هم
کارېږي.
MAN چې د Metropolitan
Area Network
لنډيز دى، د
يوه ښار د
جغرافيايي
پولو په دننه
کې د موجودو
نيټ ورکونو
لپاره کارېږي.
په
ټوليز ډول په
يوه ښار کې
موجود تر يوه
زيات لوکل
اريا نيټ
ورکونه د
اړيکو د تېز
سرعت له لارې
يو له بله سره
نښلوي، د همدې
تېز سرعت د اسانتياوو
له لارې ډېرې
مواصلاتي
کمپنۍ او
شرکتونه ګټه
پورته کوي.
نوموړي
نيټ ورکونه
له: DSL, T3, T1, ISDN څخه
عبارت دي.
ISDN د Integrated
Services Digital Network لنــډيز
دى پر دې بر
سېره نوموړي
نيټ ورک ته DSL هم
ويل کېږي چې د Digital
Subscriber Line لنډيز دى.
نيټ
ورک او دندې
يې
نيټ
ورک د ډاټا
ساتنې پر بنسټ
پر دوو برخو
وېشل شوى دى:
١.
Server او Client نيټ ورک
داسې
کمپيوټر ته چې
نورو
کمپيوټرونو
ته بېلابېل
خدمتونه تر
سره کړي، د
نورو
کمپيوټرونو په
پرتله تېز وي
او د ډاټا
ذخيره کولو او
امرونو پر تر
سره کولو پوره
واکمن وي Server ويل
کېږي.
په
سرور او
کلاينټ کې نور
سره تړلي ټول
کمپيوټرونه
کلاينټ بلل
کېږي، د
کلاينټ هر څه
د سرور په
پرتله کم وي،
څه نا څه
امرونه تر سره
کولاى شي، خو
تر ډېره بريده
سرور ته اړ
وي.
په
کلاينټ او
سرور نيټ ورک
کې ډېرى
ځانګړي (Dedicated) شوي
سرورونه کارېږي،
دا ډول سرور د
يوه ځانګړي
کار لپاره
کارېږي، د
بېلګې په
توګه: فايل
سرور، مېل
سرور، يا اپليکيشن
سرور او....
٢.
Peer to Peer نيټ ورک
په
پير ټو پير
نيټ ورک کې
ټول
کمپيوټرونه
اوږه پر اوږه
کار کوي، د
هغوى سرعت او
د امرونو تر سره
کول سره برابر
وي، هرو دوو کمپيوټرونو
ته پير (جوړه)
ويل کېږي، په
پير ټو پير
نيټ ورک کې
کوم ځانګړى
شوى سرور
نشته، هر کمپيوټر
له بل څخه
غوښتنې کولاى
شي او هر يو د کلاينټ
او سرور رول
لوبوي.
که
په نيټ ورک کې
د کمپيوټرونو
شمېر تر لسو
کم وي، پير ټو
پير نيټ ورک
ښه کار کوي،
که يې شمېر تر
لسو ډېر وي
بيا کلاينټ او
سرور ښه رول
لوبوي.
دلومړۍ
برخې پاى
نيټ
ورکنګ او زده
کړه يې دوهمه
برخه
28.08.2010
18:25
دوهمه
برخه
نيټ ورک
ټوپالوژي
په
نيټ ورک کې
ټوپالوژي
ترتيب يا
اوډلو ته ويل
کېږي دا ترتيب
يا اوډون پر
دوه ډوله دى Physical
Topology
او Logical Topology.
فزيکل
ټوپالوژي د
نيټ ورک د
دباندنۍ برخې
معلومات
وړاندې کوي، د
بېلګې په توګه
سامانونه او
بهرنى شکل يې
او لاجيکل هغې
ټوپالوژۍ ته
ويل کېږي چې د
نيټ ورک د
دنننۍ برخې
معلومات وړاندې
کړي، لکه د
ډاټا راکړه
ورکړه.
د
فزيکل
ټوپالوژي
برخې
Bus Topology : يوه
ډېره اسانه
ټوپالوژي ده،
په دې ډول نيټ
ورک کې ټول
کمپيوټرونه
او وسيلې پر
يوه ګډ کېبل
تړل کېږي،
همدې کېبل ته Bus
وايي، د دې
ټوپالوژي تر
ټولو لويه
ستونزه دا ده
که په نوموړي
کې د سره تړل
شوو
کمپيوټرونو له
ډلې څخه يوکار
پرېږدي، نيټ
ورک هم له
کاره لوېږي، د
دې ستونزې له
امله دا
ټوپالوژي اوس له
منځه تللې ده.
Star
Topology :
په دې
ټوپالوژي کې
ټول
کمپيوټرونه
او وسيلې د
يوه کېبل له
لارې د مرکزي HUB يا Switch سره
تړل کېږي، د
دې نيټ ورک
ټول
کمپيوټرونه او
وسيلې خپل
پيغامونه او
سيګنالونه هب
يا سويچ ته ورکوي،
د هغو
پيغامونو او
سيګنالونو
دنده د هب يا
سويچ پر غاړه
ده، په نننۍ
نړۍ کې له دې
ډول نيټ ورکه
ډېر کار
اخيستل کېږي،
سټار
ټوپالوژي د بس
ټوپالوژي په
پرتله ډېره
باور وړ ده، د
يوه کمپيوټر د
بندېدو پر
مهال نه نيټ
ورک ورانېږي
او نه هم په
نيټ ورک کې پر
پاتې کمپيوټرونو
څه اغېز
غورځولاى شي.
Ring
Topology :
په دې
ټوپالوژي کې
ټول
کمپيوټرونه
او وسيلې د
يوې دايرې په
بڼه سره تړلي
وي، په همدې
شکل پيغامونه
او سيګنالونه
له يوه
کمپيوټره بل
ته ځي، هر
کمپيوټر د
پيغام او
سيګنال پر تر
لاسه کولو او
بل ته استولو
پوره واکمن
وي، د دې
ټوپالوژي تر
ټولو لويه
ستونزه دا ده که
يو کمپيوټر
کار پرېږدي
ټول
کمپيوټرونه
او وسيلې په
ټپه درېږي او
نيټ ورک هم
کار پرېږدي اوس
له دې
ټوپالوژي څخه
هم کار نه
اخيستل کېږي.
لاجيکل
ټوپالوژي
لاجيکل
ټوپالوژي د
فزيکل
ټوپالوژي د
ډيزاين تفصيل
بيانوي، د
بېلګې په
توګه:
١.
له کوم ډول
نيټ ورک
انټرفيس
کارډه کار
اخيستل کېږي؟
٢.
له کوم ډول
کېبله کار
اخيستل کېږي؟
٣.
د ډاټا ترلاسه
کولو او
استولو کار
څنګه پر مخ
ځي؟ دې ټولو
کړنو ته
لاجيکل
ټوپالوژي ويل
کېږي، چې په
نيټ ورک کې
ورته Network Architecture هم
ويلاى شو.
د
لاجيکل
ټوپالوژي څو
مهمې برخې
Ethernet: په
پخوانيو نيټ
ورکونو کې
لويه ستونزه
دا وه چې
يوازې يوه
کمپيوټر بل ته
ډاټا استولاى
شواى، که به
بل کمپيوټر
ورګډ شو ډاټا
به سره ټکر Collision شوه،
د دغې ستونزې
د هواري په
موخه په ١٩٧٣
ع کال کې باب
ميټ کالف Ethernet
اختراع کړ، د
هغه بنسټ يې IEEE802.3
معيار وټاکه.
نوموړى د Institute
of Electrical and Electronics Engineers لنډيز دى
دا يوه داسې
اداره ده چې
اقتصادي ګټې
نه کوي خو په
١٥٠ هيوادونو
کې ٣٦٥٠٠٠
څانګې لري، د
دغې ادارې تر
ټولو لوى کار
د انجنيرۍ د حوالو
دى، د کمپيوټر
نيټ ورکنګ پر
نوموړي ادارې
(802 Project) لورولى
دى، د دې
پروژې موخه د
لوکل اريا نيټ
ورک په جوړښت
کې د
پروتوکولونو
او امرونو
لپاره معيار
ټاکل دي.
Data:
ايدرنيټ د
ډاټا په لېږنه
کې له CSMA/CD لارې څخه
کار اخلي،
CSMA/CD چې د Carrier
Sense Multiple Access/Collision Detection لنډيز دى،
دا برخه له هر
کمپيوټر سره
پر تړل شوي
کېبل د ډاټا د
شته والي
احساس کولاى
شي، که پر
کېبل د ډاټا
لېږدونه
روانه وي، هېڅ
کمپيوټر کافي
ډاټا نه شي
رسولاى، هغه
سترګې پر لار
کمپيوټر چې
غواړي ډاټا
واستوي په دې
پوهېږي چې کېبل
خالي شو يعني
پر کېبل د
ډاټا لېږدونه
پاى ته ورسېده،
بيا ډاټا
استولاى شي.
Ethernet
Speed:
ايدرنيټ ډاټا
د سيريال نمبر
په بڼه استوي،
يعنې له ډاټا
څخه نمبر
جوړوي او
استوي يې، تر
رسېدو وروسته
يې په خپله
بڼه اړوي، له
دې امله پر
يوه وخت يو
بيټ ډاټا
استولاى شي،
نوموړى درې
ډوله سرعت
لري:
١.
په ثانيه کې
١٠ ميګابيټه
ډاټا
استوونکي نيټ
ورک ته Ethernet وايي.
٢.
په ثانيه کې
١٠٠ ميګابيټه
ډاټا
استوونکي نيټ
ورک ته Fast
Ethernet
وايي
٣.
په ثانيه کې
١٠٠٠
ميګابيټه
ډاټا يا زياتې
ډاټا
استوونکي نيټ
ورک ته Mega
Bit Ethernet
ويل کېږي.
Ethernet
Name:
د Ethernet Topology نوم د يو
ځانګړي انداز
له مخې ټاکل
کېږي، تر ټولو
مخکې لومړى د
هغه سرعت، په
دويم پړاو کې
يې د سيګنال
رسولو لار،
وروسته يې د
ګډ غځېدلي کېبل
د ډول لپاره
يو تورى (حرف)
ليکل کېږي. د
بېلګې په ډول: 10BASE5
د
Ethernet په نامه کې
١٠ د ډاټا
رسولو سرعت
(يعنې په
ثانيه کې ١٠
ميګابيټه) Base د
سيګنال رسولو
(Baseband) لار او ٥ د
ګډ غځېدلي
کېبل تر ټولو
لويه فاصله ٥٠٠
متره ښيي.
د Ethernet ډولونه
د Ethernet ټوپالوژي
مهم ډولونه په
لاندې ډول دي:
ټوپالوژي |
مهمې
ځانګړتياوې |
10Base2 |
د دې ګډ
کېبل
اوږدوالى تر
١٨٥ مترو
پورې جوړېداى
شي، دې تهThinnet ويل
کېږي، له دې
نيټ ورکه تر
ډېره بريده
کار نه
اخيستل کېږي. |
10Base5 |
د دې ګډ
کېبل
اوږدوالى تر
٥٠٠ مترو
پورې جوړېداى
شي، دې ته Thicknet ويل
کېږي، له دې
نيټ ورکه هم
تر ډېره
بريده کار نه
اخيستل کېږي. |
10BaseT |
د دې
لپاره
ټووسټيډ پير
کېبل
کارېږي، دغه
کېبل څلور
لينه يعنې
دوې جوړې لري. |
10BaseF |
د دې
لپاره فايبر
اپټېک کېبل
کارېږي. |
100BaseT |
دې ته Fast Ethernet هم ويل
کېږي او کېبل
يې د Cat5 په
نامه يادېږي. |
1000BaseT |
دې ته Giga Bit Ethernet ويل
کېږي، په
ټووسټيډ
کېبل کې څلور
جوړې لينونه
موجود وي او
کېبل يې د Cat5 يا Cat6 په
نامه يادېږي. |
Frame:
ايدرنيټ نيټ
ورک ډاټا د
فريم په بڼه
استوي، د فريم
تر ټولو کمه
اندازه ٦٤
بايټه او تر
ټولو لويه يې
١٥١٨ بايټه
ده، فريم په
استونه کې ١٢
بايټه له
سرچينې (Source)، ٢
بايټه له
منزله (Destination) او ٤
بايټه له CRC څخه
کاروي، د دغو
١٨ بايټونو
سره د ډاټا
اندازه ١٥٠٠
بايټه راځي.
CRC دCyclic Redundancy Check لنډيز دى،
د ډاټا
لېږدونې پر
وخت د احتمالي
ورانيو د
پيښېدو
پوښتنه کوي،
کله کله د
ډاټا پر
سيګنال د
ورانيو
امکانات پيدا
کېږي
Token
Ring:
ايدرنيټ ډاټا
د CSMA/CD له لارې
ډېره په اسانۍ
استولاى شي،
خو که پر ګډ
غځېدلي کېبل د
کمپيوټرونو
شمېر زيات شي
د CSMA/CD کار
اغېزمن کېږي،
چې وروستۍ
پايله يې نه
شي تر لاسه
کېداى، د دې
ستونزې د
هواري په موخه
IEEE او IBM
دواړو په ګډه
په نيټ ورکنګ
کې يو بل
معيار وټاکه
او هغه ته يې د IEEE802.5
Token Ring
نوم ورکړ.
په
دې ډول نيټ
ورک کې د ډاټا
لپاره يو
ځانګړى بنډل
شته چې Token ورته
ويل کېږي، دا
ټوکن په نيټ
ورک کې ټولو
کمپيوټرونو
ته ځي او
راځي، يو
کمپيوټر چې
ډاټا بل ته
استوي هغه د
ټوکن انتظار
باسي، کله چې
يې ټوکن وموند
راګرځوي يې او
د ډاټا استول
پيلوي، د ډاټا
له بشپړېدو
سره سم ټوکن
خوشي کوي. په
داسې کړنو کې
د ډاټا ترمنځ
کوم ټکر نه راځي
کېږي، ځکه هر
کمپيوټر خپله
ډاټا رسولاى شي،
که پر يوه وخت
ډېر
کمپيوټرونه د
ډاټا لېږدول
پيل کړي يو له
بل سره د ډاټا
په تر لاسه
کولو کې ځنډ
پېښېږي.
FDDI: چې د Fiber
Distributed Data Interface لنډيز دى
نوموړى نيټ
ورک هـــم د Token
Ring
نيټ ورک چې
پـر هرکمپيوټر
د ډاټا پر
لېږدونه د
ټوکن انتظار
کوي په بڼه
دى، توپير يې
دا دى چې FDDI د
منځنۍ واسطې
لپاره فايبر
اپټېک کېبل
کاروي.
د
فايبر اپټېک
کېبل له لارې
تر ١٠٠ کيلو
مترو پورې د
ډاټا لېږدونه
تر سره کېږي،
په ثانيه کې د
١٠٠ ميګابيټه
ډاټا د استولو
اسانتيا د
لومړي ځل
لپاره FDDI منځ ته
راوړې، په دې
نيټ ورک کې د
سره تړل شوو دوو
کمپيوټرونو
واټن بايد دوه
کيلو متره وي.
FDDI پر
دوه ډوله
کارېږي لومړى
يې Class A او بل يې Class
B
دى، په Class
A
کې دوه Token
Ring
موجود وي، ټول
کمپيوټرونه
او وسيلې هغوى
دواړه جوړه
کاروي، که د
يوې خرابۍ په
وجه يو ټوکن
کار پرېږدي،
بل يې کار پيلوي،
دا نيټ ورک
هېڅکله تر کوم
اغېز لاندې نه
راځي. او په Class
B
کې يوازې يو
ټوکن موجود
وي.
ATM
اې
ټي ايم د Asynchronous
Transfer Mode لنډيز دى،
دا يوه نوې
ټيکنالوژي ده
چې دPackets Switching او Multi
Flexing
څخه کار اخلي.
دا ټيکنالوژي
د اواز،
ويډيو، يا
ډېرې درنې
ډاټا د لېږلو
لپاره يوه ښه
او باور وړ
سرچينه ده.
اې
ټي ايم ډاټا د
يوه بنډل په
بڼه چې ټول
بنډلونه يې
سره مساوي وي
استوي، هر
بنډل ته Cell ويل
کېږي، د هر Cell
اندازه ٥٣
بايټه وي، په
هر Cell کې ٥ بايټه
ضروري
معلومات او ٤٨
بايټه د ډاټا لپاره
ټاکل شوي وي.
اې
ټي ايم د ډېر
تېز سرعت څښتن
دى، د هغه تر
ټولو لږ سرعت
په ثانيه کې
٢٥ ميګابيټه
او تر ټولو تيز
يې ١.٥
ګيګابيټه دى.
د ATM ګټې
او زيانونه
١.
نوموړى ډېره
درنه ډاټا په
ډېر تېز سرعت
سره لېږدولاى شي.
٢.
نوموړى د
موجوده
ټليفون نظام
بدلوي.
٣.
نوموړى د Cell د
ځانګړي جسامت
په وجه د ډاټا
Encryption په ډېره
اسانۍ سره
کوي، Encryption هغې کړنې
ته ويل کېږي
چې له ډاټا
څخه نه لوستونکى
بنډل جوړوي،
له دې کاره يې
موخه دا ده چې
څوک يې غلا نه
کړي، هدف ته
تر رسېدو
وروسته نوموړې
ډاټا بيرته Decryption کېږي
اوخپله
لومړنۍ بڼه
غوره کوي.
٤.
نوموړى نيټ
ورک له Ethernet نيټ
ورک او Token
Ring
نيټ ورک سره
يو ځاى کېداى
شي.
٥.
نوموړى نيټ
ورک ډېر ګران
لوېږي.
٦.
نوموړى نيټ
ورک جوړول او
ورڅخه کار
اخيستل د بل
هر نيټ ورک په
پرتله ډېر
پېچلى دى.
د دوهمې
برخې پاى
نيټ
ورکنګ او زده
کړه يې درېيمه
برخه
درېيمه
برخه
نيټ
ورک او
پروتوکولونه
يې
پروتوکول
د قواعدو او
قوانينو هغې
ټولګې ته چې
نيټ ورک د
ډاټا پر
لېږدونه پوره
واک ولري ويل
کېږي.
پروتوکول د
هغو امرونو
مسوول دى چې د
اړيکو پيلول
او پاى ته
رسيدل، د پتې
له مخي د ډاټا
لپاره مناسبه
لار پيدا کول،
ډاټا Encrypt يا Compress کول
او په ډاټا کې
د لېږدونې پر
مهال د
احتمالي
ورانيو منځ ته
راتګ په کلکه
څاري او
معلومات يې
اخلي.
پروتوکول ډېر
ډولونه لري،
په نيټ ورکنګ
کې د OSI Reference Model پر هر Layer يو
ځانګړى
پروتوکول
کارېږي،
پروتوکول په
ټوليز ډول د
خپل لاير په
واسطه پېژندل
کېږي، د پروتوکول
تر پېژندنې
وړاندې د OSI هغه
مهمه ده. OSI د Open
Systems Interconnection لنډيز دى
که څه هم په
عملي توګه نه
کارېږي، مګر
نوموړى ماډل د
نيټ ورک چلاو
او کار ډېر
روښانوي او د
هغه د عملي
ستونزو په
هوارولو کې
ډېره مرسته
کوي، OSI ماډل د
کمپيوټر په
نيټ ورکنګ کې ISO جوړ
کړى دى. ISO د International
Standards Organization لنډيز دى،
يوه کمپنۍ ده
چې د لومړي ځل
لپاره يو شي
ته Standard معيار
ټاکي. په
پخوانيو
وختونو کې د
نيټ ورکونو
جوړولو او
ډاټا لېږدولو
لارې سره بېلې
وې، همدا وجه
وه چې نيټ
ورکونه به نه
سره تړل کېدل
او ډاټا
لېږدونې به
امکان نه
درلود، دغسې
نيټ ورک به تر
ځانګړي ځاى
پورې محدود و،
په ١٩٧٤ م کې OSI په
کار پيل وکړ،
موخه يې داوه
چې بېلابېل
نيټ ورکونه
سره و نښلوي
او تر منځ يې
اړيکى قايم
وساتي، په دغه
سلسله کې په
١٩٨٤ م کې د ISO
7498
په نامه
معيار منځته
راغى.
OSI Model څه دى؟
په
نيټ ورک کې د
ډېرو پېچلو
مواصلاتي
لارو د اسانه
پېژندنې په
نيت OSI Model پر اوو
لايرونو وېشل
شوى دى،
دجوړښت له مخې
هر لاير ځان
ته د ورته هغه
د اړيکو له
لارې خپل پړاو
وهي او د هدف
لورى پېژني.
هر لاير پر
مواصلاتو تر
يوه ځانګړي
پړاو تېرېږي چې
سره اړيکو
لرونکو
امرونو ته د
پاى ټکى کښېږدي،
که د دوو
کمپيوټرونو
تر منځ راکړه
ورکړه تر سره
شي هر لاير د
خپل لاير سره
ځان نښلوي. د
بېلګې په ډول:
د يوه کمپيوټر
سيشن لاير د
بل کمپيوټر له
سيشن لاير سره
ځان نښـــلوي
دغه رابطه له
يوې ځانګړې
لارې تر سره
کېږي نه په
نېغه توګه،
هغه داسې چې
لومړى
لاير تـر ټولو
لايرونو کښته
او اووم لاير
تر ټولو پورته
راځي. په
لاندني شکل کې
د دوو
کمپيوټرونو
راکړه ورکړه
په پوره وضاحت
سره ښکاري:
ډاټا
استوونکى
کمپيوټر تر
ټولو لوړ يعنې
پر اووم Application لاير
د ډاټا بنډل
تياروي
لاندني شپږم
لاير يعنې Presentation ته يې
استوي، دلته
له ډاټا سره
شپږم لاير خپل
معلومات
ملګري کوي،
لاندني لاير
يې ته استوي،
دا ډاټا په
همدې بڼه تر
لومړني لايره
ځان رسوي، له لومړني
لايره د کېبل
په واسطه دويم
کمپيوټر ته
ننوزي، هلته
يې لومړنى
لاير تر لاسه
کوي د خپلو
معلوماتو تر
بېلولو
وروسته يې
پورتني لاير
ته استوي، په
همدې بڼه د
ډاټا بنډل له
کښته لوړ
لوري ته سفر
کوي او هر
لاير خپل - خپل
معلومات ځنې
بېلوي په پاى
کې ډاټا اووم
لاير ته ځان
رسوي.
Layers او کارونه
يې
١.
فزيکي (Physical) لاير
پر نيټ ورک
طبيعي يا
فزيکي
ځانګړتياوې ټاکي،
د بېلګې په
توګه: د نيټ
ورک انټرفيس
کارډ څه ډول
کارېږي؟ کوم
ډول کېبل
کارېږي؟ د نيټ
ورک انټرفيس
کارډ له کېبل
سره څنګه
اړيکى نيسي؟
او د ډاټا
بنډل په څه ډول
لېږدوي؟
٢.
ډاټالينک
لاير د ډاټا د
راکړې ورکړې
پر مهال د
احتمالي
ورانيو
پوښتنه او
پلټنه کوي، د
ډاټا بيټونو د
فريم په اړولو
او اوډلو کې
پوره مرسته
کوي.
٣.
نيټ ورک لاير
د سره تړل شوو
کمپيوټرونو
تر منځ د ډاټا
لېږدونې دنده
تر سره کوي، د
ډاټا د استولو
او سويچ د
فعالولو ډول
ټاکل، ډاټا د
هدف لورې ته رسول
او په نيټ ورک
کې نوري
اسانتياوي را
منځ ته کول د
همدغه لاير
دنده ده.
٤.
ترانسپورټ
لاير ډاټا په
روغه او پوره
توګه تر هدفه
رسوي، که د
کومې ستونزې
له کبله ډاټا په
روغه او پوره
توګه ونه
رسېږي نوموړى
لاير د ډاټا استوونکي
کمپيوټر په
واسطه يو
پيغام درکوي چې
ډاټا بيا
واستوئ! د
ډاټا بنډل هدف
ته تر رسېدو
وروسته
ترتيبوي او د
کار وړ يې
ګرځوي.
٥.
سيشن لاير د
دوو
کمپيوټرونو
تر منځ يوازې
د ډاټا
لېږدونې د
بهير په پيل
او پاى کې
فعالېږي او د
همدغو دوو
وفقو (پيل او
پاى) تر منځ
نافعال وي.
نوموړى لاير
ډاټا پر څو
کوچنيو ټوټو
ويشي او د يوه
بنډل په بڼه
يې لېږي.
٦.
پريزينټيشن
لاير ډاټا په
داسې بڼه اړوي
چې د نيټ ورک
له لارې اسانه
واستول شي،
همدا رنګه
نوموړى لاير د
ډاټا د Encryption او Compression دندې
هم تر سره کوي.
د
ډاټا د وړاندې
کولو
څرنګوالى په
هر کمپيوټر کې
بېل-بېل دى،
ځکه په هر
کمپيوټر کې
بېل-بېل Operating
Systems
ځاى پر ځاى وي.
٧.
اپليکيشن
لاير بېلابېل
خدمتونه تر
سره کوي چې:
فايل
پېژندنه، يو
فايل له يوه
ځايه بل ته لېږدونه،
بريښناليک،
پرينټ او د
ډاټابيسونو
خدمتونه په کې
شامل دي، بايد
وويل شي چې
نوموړى لاير د
پروګرامونو د
چلولو دنده پر
غاړه لري.
لايرونه
او
پروتوکولونه
يې
OSI
Reference Model د يادو شوو
اوو بېلابېلو
لايرونو په
وسيله امرونه
تر سره کوي. د
نوموړو
لايرونو
لپاره ډېر پروتوکولونه
جوړ شوي چې
ځينې يې په لاندې
ډول دى:
پروتوکولونه
په
نيټ ورک کې
پروتوکولونه
د ډاټا په
لېږدونه پورې
د تړلو قواعدو
او قوانينو
ټولګې ته ويل
کېږي، نوموړي
معلوموي چې د
دوو
کمپيوټرونو
تر منځ اړيکي
څنګه پيل او
پاى ته رسېږي،
ډاټا څنګه Encrypt او Compress
کېږي؟ يا په
ډاټا کې د
احتمالي ورانيو
مخه څنګه نيول
کېږي؟ او. . . څو
مهم پروتوکولونه
په لاندې ډول
تشريح کوو:
TCP/IP چې د Transmission
Control Protocol/Internet Protocol لنډيز دى،
د بېلابېلو
کمپيوټرونو
تر منځ د اړيکو
ټينګولو په
موخه په ١٩٧٠
م کې د وهايي
له لوري جوړ
شوى دى او د
ډېرو پروتوکولونو
غونډ دى. د
همدې
پروتوکول
مهمه ځانګړنه
دا ده چې د يوې
کمپنۍ شخصي
ملکيت نه دى TCP/IP په
ډېره ښه توګه
د (انټرنيټ
انجينيرنګ
ټاسک فورس) IETP
کولاى شي، TCP/IP د
انټرنيټ بنسټ
بلل کېږي. TCP/IP په
انټرنيټ کې
بېسارى او ډېر
غوره رول
لوبولى دى، د TCP/IP
جوړښت د OSI په
ډول پر
لايرونو جوړ
شوى دى خو
توپير يې دا دى
چې TCP/IP له څلورو
لايرونو څخه
جوړ دى.
د TCP/IP
لايرونه
١.
نيټ ورک لاير:
په OSI کې د
لومړنيو دوو
لايرونو
(ډاټالينک او
فزيکل) امرونه
پاى ته رسول،
خو د TCP/IP نيټ ورک
لاير ډاټا پر
نيټ ورک
استوي.
٢.
انټرنيټ لاير:
د OSI د نيټ ورک
لاير په څېر
کار کوي، د
نوموړي لاير کار
د يو Router په واسطه
تر هدفه د
ډاټا رسول دي.
د دې لاير مهم پروتوکولونه:
IP, ARP, CMP, IGMP دي.
٣.
ترانسپورټ
لاير د OSI د
ترانسپورټ
لاير په څېر
کار کوي، دغه
لاير د دوو
کمپيوټرونو د اړيکو
او د هغوى د
قواعدو او
اړيکو د ساتلو
لپاره
کارېږي، دى د (Broadcast) په
بڼه هم کار
کولاى شي. د دې
لاير مهم
پروتوکولونه
دا دي: UDP, TCP
٤.
اينډ ټو اينډ
لاير: د OSI د
وروستيو
درېيو
لايرونو
(سيشن،
پريزينټيشن،
اپليکيشن) په
ډول کار کوي. د
دې لاير مهم
پروتوکولونه
دا دي: DHCP,
DNS, HTTP, FTP, SMTP, SNMP
TCP/IP
د
TCP/IP په ټولګه
کې د شاملو څو
مهمو
پروتوکولونو
جدول:
IP پته
په
نيټ ورک کې
دوې پتې ډېري
مهمي دي لومړۍ
د کمپيوټر او
آلې پته چې Node پته
يا Host ID ورته ويل
کېږي، دويم د
لاجيکل نيټ
ورک پته يا نيټ
ورک ID چې نيټ
ورک يې پېژني. TCP/IP په
نيټ ورک کې د
کمپيوټر يا
آلې د پېژندنې
لپاره
کارېږي، Host
ID
او نيټ ورک ID ته IP پته
ويل کېږي. IP پته د
څلورو
تشيالونو
(خانو) ټولګه
ده چې هر تشيال
د Binary System پر بنسټ ٨
بيټه لري، د
همدې اتو
بيټونو په وجه
د هر تشيال
ارزښت له صفره
(٠) نيولې تر
٢٥٥ پورې رسېږي.
د IP پتې
تشيالونه يو
له بله په ټکي Dot سره
بېلېږي،
لاندنيو څو
بېلګو ته ځير
شئ:
192.168.0.1
200.100.25.5
5.85.29.125
IP & Classes
د
IP پته پر
بېلابېلو
ټولګيو ويشل
شوې ده، د
همدغو ټولګيو
پېژندنه د IP پتې
له لومړي
تشياله تر
لاسه کېږي.
لاندني جدول
ته ځير شئ!
څو
خبرې ياد
وساتئ!
١.
د نيټ ورک ID
هيڅکله 127 نه
ليکل کېږي.
٢. د نيټ ورک
اوهاسټ ID
دواړې صفر 0 يا 255
نه ليکل کېږي.
٣. په هيڅ نيټ
ورک کې دوې د
هاسټ ID نه ليکل
کېږي.
Subnet Mask پته
دا
هم د IP په ډول له
څلورو
تشيالونو څخه
جوړه ده، د سب
نيټ ماسک په
مرسته او د IP له
پتې د نيټ ورک ID او Host
ID
معلومولاى شو.
د Default Subnet Mask د A,B,C کلاسونو
تفصيل په
لاندني جدول
کې ليکلى دى. که
د IP پته w.x.y.z وي،
سب نيټ ماسک
يې په Host ID او نيټ ورک ID
بدلوي.
هاسټ او
نيټ ورک ID
له
IP پتې د هاسټ
او نيټ ورک ID
معلومولو
لپاره هغه په Binary نظام
اړول غواړي،
په Binary نظام
اوښتي شمېرې
په 0 او 1
ليکل کېږي. IP پته
په Binary نظام تر
ليکلو وروسته
د ٣٢ هندسو
يوه شمېره په
لاس راځي همدا
ډول سب نيټ
ماسک په Binary نظام
تر ليکلو
وروسته هم د
٣٢ هندسو يوه
شمېره په لاس
راځي. د نيټ
ورک ID معلومولو
لپاره لاندنۍ
لارښوونې
وڅارئ:
١.
IP پته په Binary نظام
وليکئ.
٢. تر هغې
لاندې نيټ ورک
ماسک هم په Binary نظام
وليکئ.
٣. د پورتنيو
دوو نظامونو
شمېرې پر AND پاى
ته ورسوئ.
٤. له AND څخه تر
لاسه شوې عامه
شمېره په
(اعشاري نظام)
وليکئ همدا د
نيټ ورک ID ده.
داسې
وګڼئ چې IP مو
212.68.85.152 او نيټ ورک
ماسک مو 255.255.255.0
دى له دغو دوو
څخه د نيټ ورک ID په
لاندې ډول
معلومولاى
شو:
د
هاسټ ID معلومولو
لپاره لاندنۍ
لارښوونې
وڅارئ:
١. IP پته
په Binary نظام
وليکئ.
٢. تر هغې
لاندې نيټ ورک
ماسک هم په Binary نظام
وليکئ پر NOT يې
پاى ته ورسوئ.
٣. د پورتنيو
دوو نظامونو
شمېرې پر AND پاى
ته ورسوئ.
٤. له AND څخه تر
لاسه شوې عامه
شمېره په
(اعشاري نظام)
وليکئ همدا د
هاسټ ID ده.
داسې
وګڼئ چې IP مو
212.68.85.152 او نيټ
ورک ماسک مو
255.255.255.0 دى له دغو
دوو څخه د
هاسټ ID په لاندې
ډول
معلومولاى شو:
MAC پته
MAC د Media
Access Control لنډيز دى،
دا پته ٦
بايټه يعنې پر
٤٨ بيټه لري،
نوموړي ته Ethernet پته، Hardware پته
او Physical پته هم ويل
کېږي، ياده
شوې پته په
نيټ ورک کې د سره
تړل شوو
کمپيوټرونو
او وسيلو د
پېژندني لپاره
کارېږي. په Ethernet نيټ
ورک کې د
تلونکي هر
فريم په سرليک
کې د هغه په
استولو او تر
لاسه کولو کې
د MAC معلومات
شامل وي. Bridge يا پر
دويم لاير
کارکوونکي
سويچونه له هر
فريمه سره يو
ځاى نوموړې
پتې په Routing
table
کې ساتي.دا
معلومات د
روغي او پوره
ډاټا تر هدفه
رسولو لپاره
کارېږي. MAC پته د
نيټ ورک د
انټرفيس کارډ
په حافظه کې
خوندي وي،
نوموړې پته
څوک نه شي
بدلولاى په ځينو
کارډونو کې د
دې پتې د
بدلېدو
اسانتيا وي،
خو په بدلون
سره يې ډېرې
ستونزي را
ولاړېداى شي.
البته په Token
Ring
نيټ ورک کې د
نورو نيټ
ورکونو د
انټرفيس کارډ د
کارولو لپاره
يوه بېله MAC پته
ټاکل کېږي.
په
نړۍ کې هر د
نيټ ورک کارډ
ځانګړى MAC پته
لري، د هېڅ
دوو کارډونو MAC پتې
يو شان نه وي،
وجه يې دا ده
چې IEEE کارډ
جوړوونکي د
هري کمپنۍ او
شرکت لپاره
بېلي MAC پتې ټاکي،
يوازې هماغه
شرکت له يادوو
شوو پتوګټه
پورته کوي. په
پته کې لومړني
٣ بايټه د نيټ ورک
کارډ
جوړوونکي
کمپنۍ لپاره
او وروستي ٣ هغه
يې کارډ د
خپلې
پېژندګلوي
لپاره کاروي. MAC پته
په عمومي ډول
د Hexadecimal پر نظام
ليکل کېږي.
د
بېلابېلو
کمپنيو درې
بايټيزه
پېژندګلوۍ:
MAC پته
معلومول
که
مو په کمپيوټر
کې د نيټ ورک
انټرفيس کارډ
ځاى پر ځاى وي
د کمپيوټر د
وينډوز په
مرسته د MAC پته
معلومولاى شئ.
١.
Start Button ته ټک
ورکړئ.
٢. Run کليک کړئ.
٣. د Run کړکۍ په Open کور
کې cmd وليکئ او د OK تڼۍ
يې کښېکاږئ.
دغه امر (Command)
يوازې په NT,
2000, XP
وينډوزونو کې
کارېږي که مو
په کمپيوټر کې
٩٨ يا Me وينډوز
ځاى پر ځاى وي
بيا Command وليکئ.
٤. تر دې
کمانډ ليکلو
وروسته به د Command
Prompt
کړکۍ خلاصه
شي،ipconfig/all په کې
وليکئ او د Enter کيلي
ته ټک ورکړئ.
تر دې کړنې
وروسته به
وينډوز څه نا
څه معلومات در
کړي چې د نيټ
ورک کارډ
فزيکل يا MAC پته
به هم په کې
ليکلې وي.
لاندني شکل ته
ځير شئ:
د درېيم
لوست پاى
نيټ
ورکنګ او زده
کړه يې څلورمه
برخه
څلورمه
برخه
د نيټ
ورک اړتياوړ توکي
د
نيټ ورک
جوړولو او
کارولو لپاره
يوازې کمپيوټر
کافي نه دى،
ډېري نوري
وسيلې او توکي
هم په کار
لګيا دي، هر
يو خپل ځانګړى
کار تر سره کوي،
داسې يو نيټ
ورک چې پوره
سامان يې
ملګرتيا وکړي
په برياليتوب
چلېږي، د يوه
بريالي نيټ ورک
جوړولو لپاره
بايد لومړى د
هغه اړتياوړ
سامان پوره
شي؛ په روانه
برخه کې د نيټ
ورک پر
سامانونو څه
نا څه ږغېږو.
Modem څه ته
وايي؟
موډيم
د يوه ساده
ټليفوني لين
په مرسته ډاټا
له يوه ځايه
بل ته لېږدوي،
پر ټليفوني
لين يوازې Analog
سيګنال
تېرېداى شي، د
کمپيوټر
ډيجيټل ډاټا د
موډيم په
مرسته په
انالوګ
سيګنال
بدلېږي، دې
کړنې ته Modulation
وايي،
هــدف ته تر
رسېدو وروسته
بېرته ډيجيټلي
بڼه غوره کوي،
دې کړنې ته Demodulation
وايي، موډيم
ته هم نوم د
همدغو دوو
لغتونو له لومړنيو
تورو غوره شوى
دى. Mo له Modulation او dem له Demodulation څخه.
نوموړى
له ډېر ليري
او اوږده
واټنه ځان له
يوه کمپيوټر
يا نيټ ورک
سره تړي،
يوازې د
برېښناليک او
يوې وړوکې
ډاټا لېږدولو
يا تر لاسه
کولو لپاره
کارېږي، څنګه
چې موډيم په
نيټ ورک کې د مستقيمو
اړيکو لپاره
نه دى جوړ
شوى، د روټر
يا کومي بلي
واسطې په
مرسته له نيټ
ورک سره يو
ځاى کېداى
نشي.
انالوګ
موډيم دوه
انټرفيسه دى،
يو يې له کمپيوټر
سره د اړيکو
نيولو لپاره RS-232
سيريال
ټرانسميشن
انټرفيس او بل
يې د ټليفون د
لين لپاره RJ-11
ټليفون
انټرفيس
نومېږي. ډېرى
موډيمونه
دکمپيوټر په
مادربورډ کې
لګېږي، يعنې Internal وي،
دغه موډيمونه
د لږو عواملو
لپاره د CPU د Processing
واکمني هم
کاروي.
يو
بل ډول
موډيمونه هم
شته چې
دکمپيوټر له
سيريال پورټ
سره تړل کېږي،
چې External ورته
وايي، نوموړي
د Internal موډيمونو
په پرتله يو
څه ګران دي.
ځينې وخت خلګ External
موډيم له
کمپيوټر سره
تړي او غواړي
په ګډه يې کار
کړي. پر
انالوګ
برسېره
ډيجيټل موډيمونه
هم پيدا کېږي،
لکه له ISDN سره
ډيجيټل
موډيمونه يو
ځاى کارول
کېږي. له ډيجيټل
موډيمه
انالوګ يا له
انالوګه
ډيجيټل ته د
سيګنالونو د
راکړې ورکړې
لپاره په Modulation کې يو
بل ډول لين
کوډنګ کارېږي
چې ستونزې يې له
منځه وړي دي.
نيټ ورک
انټرفيس کارډ
نيټ
ورک انټرفيس
کارډ (NIC) يو
کمپيوټر له
نيټ ورک سره
تړي، نوموړي
ته يوازې د
نيټ ورک کارډ
ويل کېږي، دغه
کارډ د يوه Adapter په
بڼه دى، چې په
کمپيوټر
کـــــې دننه
د مادربورډ پر
سلاټ تړل
کېږي. خو د Laptop
لپاره PCMCIA کارډ يا د
هغه د بې سيم
نيټ ورکنګ
لپاره يوه
دباندنۍ
وسيله هم پيدا
کېږي چې له
نيټ ورک سره
يې وتړي.
د
نيټ ورک
انټرفيس کارډ
ډولونه
نيټ
ورک انټرفيس
کارډ پر دوه
ډوله دى، يو
هغه چې د يوه
ځانګړي کېبل
لکه UTP, Fiber Optic
کېبل لپاره
دى، بل هغه چې
د يو ساده
کېبل لپاره
کارېږي، پر دې
برسېره د نيټ
ورکنګ د هر
ډول جوړښت
لپاره ځانګړي
نيټ ورک
انټرفيس
کارډونه پيدا
کېږي، د بېلګې
په توګه: د Token
Ring،
د Ethernet او FDDI نيټ ورک
لپاره
بېلابېل
ځانګړي
کارډونه کارېږي.
په ٤،١ شکل
کې دنيټ ورک
انټرفيس کارډ
بېلګه وينئ:
٤،١ شکل
د
نيټ ورک
انټرفيس کارډ
او سرعت يې
Ethernet
لپاره
بېلابېل نيټ
ورک انټرفيس
کارډونه شته،
د بېلګې په
توګه
١،
په ثانيه کې
١٠ ميګابيټه د
Ethernet لپاره.
٢، په ثانيه
کې ١٠٠
ميګابيټه د Fast
Ethernet
لپاره.
٣، په ثانيه
کې ١٠٠٠
ميګابيټه د Giga
Bit Ethernet
لپاره.
د
System Bus ډولونه
يې
د
نيټ ورک د
انټرفيس
کارډونو (System Bus) ټول
ډولونه لکه
ISA (Industry Standard
Architecture)
EISA (Extended Industry Standard
Architecture)
MCA (Micro Channel
Architecture)
PCI (Peripheral Component
Interconnect)
په
بازار کې پيدا
کېږي او کار
ځنې اخيستلاى
شئ. په بازار
کې دوه ډوله PCI
کارډونه پيدا
کېږي چې يو يې
٣٢ او بل يې ٦٤
بيټه دى او د
ډېر ښه کار
کولو جوګه دي،
پر دې برسېره PCI کارډ
يوه بله
ځانګړتيا هم
لري هغه دا چې
Plug and Play دى له دې
امله يې ځاى
پر ځاى کول او عيارول
ډېر اسانه دي.
Hub هب
هب
په نيټ ورک کې
د مرکزي وسيلې
رول لوبوي، په
نيټ ورک کې
موجود ټول
کمپيوټرونه د
لين له لارې
له هب سره تړل
کېږي، په هب
کې د
کمپوټرونو د تړلو
لپاره سوري
موجود دي، له
هر سوري سره د
کېبل په واسطه
يو کمپيوټر يو
ځاى کېږي، په
بازار کې بېلابېل
هبونه شته چې
لږ يا ډېر
سوري لري، تاسو
به د خپلو
کمپيوټرونو د
شمېر له مخې
يو مناسب هب
کاروئ. د هب له
لارې په نيټ
ورک کې د سره
تړل شوو
کمپيوټرونو
پيغامونه هب
تر لاسه کوي
او د خپلو
پورټونو له
لارې يې ټولو
کمپيوټرونو
ته استوي.
د
هب ډولونه:
Passive هب يو
ډېر ساده هب
دى د ډاټا د
سيګنال په
پوره رسولو کې
ستونزي لري او
تر ټاکلي ځايه
يې د رسولو توان
نه لري. د
نوموړي د دې
خاصيت له امله
د نيټ ورک د
جوړښت له مخې
که د دوو
کمپيوټرونو
تر منځ واټن
١٠٠ متره وي،
په Passive هب کې د سره
تړل شوو دوو
کمپيوټرونو
تر ټولو لوى
غځېدلى واټن
به ٥٠ متره
وي، Passive هب د
کارولو له مخې
اسانه دى، خو
توان يې ډېر محدود
دى.
Active هب دا
صلاحيت لري چې
د سيګنالونو
جريان ځواکمن
کړي او موجودي
غلطۍ يې له
منځه يوسي، دې
کړنې ته د نيټ
ورک د جوړښت
له مخې Signal
Regeneration
وايي، له همدې
لارې د ډاټا
په لېږدونه کې
ډېري کمي
خرابۍ پيدا
کېږي، پر دې
برسېره د
کمپيوټرونو
تر منځ په ډېر
اوږده واټن کې
کار کوي.
په
نيټ ورک کې
يوه بله وسيله
Repeater هم د
سيـــــګنالونو
د جريان د
ځواکمنولو او
Signal Regeneration لپاره
کارېږي، Active هب
هم دا کار
کوي، له دې
امله Multipart Repeater هم
ورته ويلاى
شو، Active هب د Passive هب په
پرتله يو څه
ګران دى.
Intelligent هب
امرونه يا
کمانډونــــه
د Simple Network Management Protocol له
لارې څاري. د
بېلګې په
توګه: که چېري
په نيټ ورک کې
يو کمپيوټر يا
وسيله کار
پرېږدي،
نوموړى يې په
اړه ځينې
حکمونه جاري
کوي، که هغه د
کمپيوټر يا
وسيلې له لوري
رد شي له نيټ
ورکه يې
بېلوي.
Repeater رپيټر
رپيټر
په نيټ ورک کې
د کېبل په
واسطه
سيګنالونه تر
يوه ځانګړي
واټنه روغ او
پوره رسوي، تر
دې وړاندې
سيګنال
کمزورى کېږي،
د سيګنال د دې
خاصيت له امله
په نيټ ورک کې
د دوو
کمپيوټرونو د
واټن لپاره يو
ځانګړى حد
ټاکل شوى دى،
د کمپيوټرونو
تر منځ تر
ټاکلي حد په
اوږده واټن کې
سيګنال
کمزورى کېږي
يا هېڅ کار نه
کوي.
د
اوږده واټن
لپاره Repeater کارېږي،
نوموړى په OSI کې پر
فزيکل لاير
کار کوي، عام
ريپيټرونه په سيګنال
کې کوم بدلون
نه راولي،
بلکې د سيګنال
جريان
ځواکمنوي او د
هغه کمزورۍ
ليري او په کې
موجود Noise هم ليري
کوي.
Noise د
ډاټا په
لېږدونه کې پر
سيګنال د
احتمالي ورانيو
پېښېدو ته
وايي، دا
خرابۍ د
بېلابېلو
لاسوهنو له
امله چې ډېر احتمال
له Electromagnetic لاسوهنې
څخه لري
پېښېږي، دې
لاسوهنې ته EMI هم
ويل کېږي، که
سيګنال ته
نژدې د برېښنا
مرکز، عمومي
لين، يا هم بل
کوم
برقناطيسي
جريان واقع وي
EMI ورڅخه را
منځ ته کېږي.
داسې
رپېټرونه هم
پيدا کېږي چې
له سيګناله EMI ليري
او جريان يې
ځواکمن کړي.
Switch سويچ
سويچ
هم هب غوندې
کار کوي، ټول
کمپيوټرونه
او وسيلې د
يوه کېبل په
واسطه ور سره
تړل کېږي، نوموړى
د OSI پر ډاټا
لينک لاير کار
کوي، د هب په
پرتله ګران
لوېږي او
کارول يې هم
يو څه ستونزمن
دي.
هب
له يوه
کمپيوټره
ډاټا اخلي او
خپلو ټولو
پورټونو ته يې
ورکوي، د ډاټا
استولو پر وخت
د هب ټول پورټونه
مصروف او پر
نيټ ورک
ټرافيکي شور
ډېر وي، سويچ
داسې نه دى،
دى چې ډاټا له
کوم پورټه تر
لاسه کوي د
يوې ټاکلي پتې
په مرسته يې د
استولو لورى
ټاکي، د هدف
تر ټاکلو
وروسته ډاټا د
يوه پورټ له
لارې ټاکلي
کمپيوټر ته
استوي، په دغه
وخت کې د سويچ
دوه پورټه يو
د ډاټا د ترلاسه
کولو او بل يې
د استولو هغه
مصروف وي، پر
دغه نيټ ورک
ټرافيکي شور
ډېر کم وي.
سويچ د ډاټا د
هدف د ټاکلو
او د هغې
وراستولو
لپاره د ټولو
کمپيوټرونو
او وسيلو پتې
او معلومات له
ځان سره ساتي،
٤،٢ شکل ته
ځير شئ:
٤،٢ شکل
د
سويچ ډولونه
Store
and Forward
سويچ د يوه
بشپړ فريم د
تر لاسه کولو
انتظار باسي،
دې کړنې ته Buffer ويل
کېږي، له بفر
څخه موخه دا
ده چې ډاټا د
لږ وخت لپاره
په يوه موقتي
ځاى کې ايښودل
کېږي، کله چې
د يوه فريم Buffer بشپړ
شي نو د فريم د
څرنګوالي له
مخې د هغې پته لوستل
کېږي او د هدف
لورى يې ټاکل
کېږي.
د
فريم د سموالي
او بشپړوالې
لپاره CRC څخه چې د Cyclic
Redundancy Check لنډيز دى
کار اخيستل
کېږي که فريم
سم او بشپړ وي
د هدف لوري ته
يې استوي او
که سم نه وي له
منځه يې وړي،
د دې ګټه دا ده
چې يو وران او
غلط فريم مخې
ته نه شي
راتلاى او
زيان يې دا دى
چې د فريم پر
بفر کولو وخت
لګېږي او په
لېږدونه کې يې
ځنډ راځي.
Cut
Trough
سويچ د پوره
فريم د استولو
انتظار نه
باسي، د فريم
له لومړنيو ٦٤
بيټو څخه يې د
هدف لورى معلوموي
او سملاسي يې
د يوه مناسب
پورټ په واسطه
يې د هدف لوري
ته لېږي، د
فريم د سموالي
او بشپړوالي
لپاره CRC نه
استعمالوي،
که فريم Buffer نه شي
د ډاټا
لېږدونه په ډېر
تېز سرعت تر
سره کېږي، خو
زيان يې دا دى
چې وران او
غلط فريم هم
استول کېږي.
Bridge بريج
بريج
د دوو نيټ
ورکونو يو ځاى
کولو يا د يوه
نيټ ورک پر څو
کوچنيو برخو
وېشلو لپاره
کارېږي، نوموړى
د OSI پر ډاټا
لينک لاير کار
کوي. له روټر
سره يې توپير
دا دى چې هغه
ټول
سيګنالونه مخ
پر وړاندې
لېږي او بريج
يوازې منتخب
سيګنالونه مخ
پر وړاندې
استوي، هغه
سيګنالونه چې
ضروري يا
اجازه و نه
لري له منځه
وړي. داسې فرض
کړئ: د يوې
کمپنۍ د نيټ
ورک پر دوو څانګو
Sales او Admin
ټرافيکي شور
ډېر دى، د
ټرافيکي شور
کمولو او نيټ
ورک د ښه ترا
کار کولو په
هيله نيټ ورک
پر دوو برخو
ووېشئ!
A د
سيلز او B د
اډمين لپاره
وټاکئ، د دوى
دوو تر منځ
بريج کښېږدئ،
له دغو دوو
برخو څخه ډاټا
بريج تر لاسه
کوي، که د A
ډاټا داسې
برخې ته چې په
کې د A ډلې
کمپيوټرونه
تړلي وي
واستول شي
بريج به يې له
منځه يوسي،
ځکه ډاټا د
بريج له اجازې
پرته تېرېدل
غواړي، که A د B په
لين کې يو
کمپيوټر ته
ډاټا واستوي،
بريج به يې د B په
لين کې تر
ټاکلي
کمپيوټره
ورسوي، په دې
ډول به پر نيټ
ورک ټرافيکي
شور تر ډېره
بريده کم وي.
په
بريج نيټ ورک
کې شامل ټول
کمپيوټرونه،
وسيلې او پتې
په يوه جدول (Table) کې
ساتل کېږي او
په مرسته يې
ډاټا د هدف
لوري ته ځان
رسوي.
Router روټر
د
نيټ ورک د پتې
په مرسته ډاټا
تر ټاکلي ځايه
رسوي، دې کړنې
ته Routing ويل کېږي،
په بريج کې
ځينې کمزورۍ
شته يوه دا چې
هغه تر يوه
کمپيوټره
پورې تلونکې
له يوې څخه د
زياتو لارو د
ياد ساتلو
توان نه لري.
له
يوې څخه د
زياتو لارو
ګټه دا ده: د
ډاټا استولو
لپاره که پر
يوه لار کومه
ستونزه
موجوده وي،
بايد دويمه
لار و کارول
شي، همدا ډول
که له يوې څخه
زياتې لارې
موجودي وي، نو
بريج په کې د کم
واټن او تېز
سرعت لار نه
شي ټاکلاى، د
هغه په پرتله
روټر ډېر د
پوهې څښتن دى،
روټر په نيټ
ورک کې د ټولو
کمپيوټرونو
او وسيلو د
معلوماتو پر
ساتنې برسېره
د ډېر Algorithm
استعمالوونکى
او د ډاټا
لپاره د يوې
مناسبې لارې
موندونکى هم
دى. روټر په
نيټ ورک کې د
کمپيوټرونو،
وسيلو، پتو او
لارو د
معلوماتو د
ساتنې لپاره Routing
Table
کاروي، ٤،٣
شکل ته ځير
شئ:
٤،٣ شکل
د
بريج په ډول
روټر هم نيټ
ورک پر څو
کوچنيو برخو
وېشي، د بريج
پر ځاى د روټر
استعمالول دا
ګټه لري چې
تاسو څو
بېلابېل نيټ
ورکونه سره
تړلاى شئ، د
بېلګې په توګه
Token Ring او Ethernet نيټ ورک.
د
روټر ډولونه
١،
Static روټر په Routing
Table
کې د نيټ ورک د
ټولو
کمپيوټرونو،
وسيلو ، پتو او
لارو معلومات
په خپله
داخلوي او يا
بدلوي.
٢، Dynamic روټر د نيټ
ورک له
ټرافيکو څخه
معلومات اخلي او
د نورو
روټرونو يا
سرور په مرسته
نوموړى Routing
Table
پخپله تياروي.
پاى
ليکوال:
زاهد شرجيل
ژباړه:
عبدالله
هنرمل