انټرنيټي
يرغلګر
وپېژنئ!
لکه
د ژوند په هره
برخه کې چې
يرغلګر موجود
دي، دې ته
ورته
انټرنيټي
يرغلګر هم
شته، د دوى دنده
دا وي چې پر
ډېرو حساسو
کمپيوټرونو
حملې تر سره
کړي او
معلومات تر
لاسه کړي،
داسې کسانو ته
په انګريزي
ژبه کې هکران Hackers
وايي، ځينې
هکران د ځينو
وګړو ياهو
ايډيګانې تر
بريد لاندې
نيسي، د
نوموړو
ايډيګانو له لارې
نورو وګړو ته
سپکې سپورې
وايي او ځان
په تاسو ښيي.
يوه اندېښنه
چې هره ورځ د
ډېرو وګړو په
مغزو کې ګرځي،
هغه دا ده که
په کمپيوټر کې
له ځينو
ستونزو سره مخ
شي دوى په دې اند
وي چې هک شوي
يو، نه داسې
نه ده که يو
کمپيوټر د
نوموړې حملې
ښکار شوى وي
خپلي نښې لري
که مو په
کمپيوټر کې
لاندنۍ نښې
وليدې پوه شئ
چې هک شوي
ياست:
د
يو هک شوي
کمپيوټر د
مونيټور پرده
د انټرنيټ
کارولو پر
مهال کله نا
کله توره شي،
يا يې هم تصوير
رېږدي.
يو
هک شوى
کمپيوټر په
خپل سر کله نا
کله Shutdown يا هم Restart کېږي.
يو
هک شوى
کمپيوټر د څو
شېبو لپاره
بند پاتېږي او
بيا کار
پيلوي.
د
يو هک شوي
کمپيوټر د CD-ROM
دروازه کله نا
کله وزي او
ننوزي.
او
په لسګونو
داسې نورې نښې
چې د لومړي ځل
لپاره ور سره
مخېږئ.
پر
داسې مهال د
هک احتمال
موجود وي، يو
يرغلګر که
وتوانېږي
ستاسو په
کمپيوټر کې د
هک سافټ وير
ځاى پر ځآى
کړي، پر همدې
کارونو خورا
برلاسى او
ځواکمن کېږي،
البته پر ځينو
وختونو
کمپيوټر ته د
هارډ وير
ستونزې هم
پيښېږي.
زه
دا سپارښتنه
کوم چې د
هکرانو په
وړاندې ويښ
اوسئ، دوى د
دې لپاره تاسو
نه هکوي چې
خپله وړتيا
وښيي، بلکې
دوى په
شفرونو،
انټرنيټي
اعتباري کارډونو،
برېښناليکونو
او تليفوني
شمېرو پسې ګرځي،
يو بل د پام وړ
ټکى دا دى چې
ستاسو له
کمپيوټر څخه د
لومې په بڼه
کار اخلي،
يعنې ستاسو د
کمپيوټر له
لورې پر نورو
مهمو او حساسو
کمپيوټرونو
حملې کوي، که
چارواکي د هکر
په نيولو
وتوانيږي تر
ټولو لوى د سر
درد به هم
ستاسو وي، ځکه
ستاسو د
کمپيوټر له
لورې مهم
کمپيوټرونه
هک شوي دي، که
په پورتنيو
نښو کې يوه هم
ووينئ څومره
چې ژر وي پر
وړاندې يې
اقدام وکړئ.
ژباړه:
بهرنۍ سرچينې