دپيسو تعريف
پيسي په متفاوت اورنګارنګ شګلونو اوقسمونو تعريف شوي دي اوهرعالم نظر په دندو،اشکالو،مشخصاتو اود هغه تاثيراتو اواغيزو سره پيسې تعريف کړي دي ديولرغوني اوپخواني تعريف په اساس پيسې هغه متاع (شي) دي چي جنسي تبادله له منځه وړي ځيني وروستي عالمان پيسې هغه متاع ګڼي چي د هغه لرونکي ته قدرت ورکوي ترڅوځان د قرضي څخه په وخت کي خلاصوي اود خرڅولو اوپيردلو (خريداوفروش) په معاملو کي ازادي ولري .ځيني نور(دپيسودپيژندني اسانه لاره) دهغه وظيفو ته متوجه کړي دي اودپيسوتعريف يي دهغه وظيفو پوري مربوط کړي دي .هرجنس چي وکولاي شي د (تبادلي ، دزيرمي ، دحسابي واحدارزښت اود پورداد اکولو وسيلي) وظيفي سرته ورسوي پيسې ګڼل کيږي ماکس ويبر Max Weberپيسي (پول ) ديوتبادلوي شي په توګه پيژني اوعقيده لري چي دغه شي په ساتلو کي هم داقتصادي مختليفو مر کزونوپه واسطه د تبا دلي دو سيلي په حيث ومنل شي
البرشت فورست من Albrish forst manپيسې (پول) يو قانوني طلب ګڼلي اوپه دي عقيده دي چي دغه طلب (غوښتنه) تل دفعال کيدوقابليت لري اودفعال کيدو هدف،دقانوني طلب څخه پر اجتماعي محصول باندي دکمي اوکيفي له نظرڅخه عبارت دي چي ديوتضمين شوي تبادلي دوسيلي په توګه ده له پورتنيوتعريفو نو څحه داسي نتيجه اخستل کيږي چي پيسي دهغو وظايفوته په پاملرنه تعريف شوي ده
مارشال په نظر ، پيسې هغه شي دي چي ددولت په څير داسي ټول خصوصياتو درلودونکي وي چي په هرځاي کي بي دشکه دمنلووړ اود هغه مرسته دکاليو او خداماتو راکړه ورکړه او د قرضونو تصفيه صورت نيولي شي
دکول په نظر ، پيسې دخريددقوت نوم دي چي په مرسته يي کالي خريداري کيدلي شي.
دپيسو تاريخچهداواضحه ده چي په تير وتاريخي وختونوکي پيسې دنن ورځي په شکل وجود نه درلود او هم په هغه وخت کي مختليف شيان د پيسو په توګه ګڼل شوي اود وخت په تيريدو سره پيسې دهغوي ځاي نيولي دي دراکړي او ورکړي پرمختک په اثر دانساني تمدن په لومړيو وختونو کي دتبادلي وسيلي دپاره ضرورت احساس شو اودحيواناتو څخه دتبادلي دوسيلي په توګه په راکړه ورکړه کي استفاده کيدله دلومړيو پيړيو په وروستيو کي اودمنځنيوپيړيو په لومړيو کي فلزات (مخصوصاًسره زر او سپين زر) دتبادلي دوسيلي په توګه تر استفادي لاندي واقع شول په ځينو ټولنو کي لکه افريقااودبحرالکاهل جزيري صدف،دمرغي بڼکې دتبادلې وسيله وۀ. اوتردې وروستيوسلوکالو نودتبادلې دوسيلې په توگه ترې استفاده کيدله مگرانسانان دپوهې اومعلوماتوپواسطه وپوهيدل چې ددې مختلفوپيسوله جملې څخه لکه حيوانات ،تنباکو ، کاڼي اونورسره زراوسپين زرراکړې ورکړې دپاره دښه مشخصاتواومعيارونولرونکي وي ياپه بل عبارت دغه دوه فلزه دپيسو(پول ) وظيفې په ښه توگه سرته رسولي شي.
دغه فلزات دخپل کيمياوي خواصوپه اساس چې په طبيعت کې په آزاده توگه وجود لري . اودهغوي دفزيکي خواصوپه اساس لکه ځليدني اودورق کيدوقابليت اوداسې نوردعاموخلکودخوښې سبب وگرځيدل پورته ذکرشوي طبعي ځانگړي ،اغيزمنې اقتصادي نتيجي هم له ځانه پرځاي درلودي اوددي فلزاتولوړتيا نسبت نورومالونواوشيانوته برجسته کړي . په حمل اونقل کې اسانتياوي دسره زر اوسپين زردايمي پايښت اوپا ته کيدل دسرزراوسپين زر مشابهت اوهمدارنگه په ټولوهيوادونوکې ددې فلزاتودويش قابليت اونجيبه فلزاتودپيژندني وضاحت اونورددې فلزاتوښيګنې اوخصوصيات دپيسې په توگه قوت وباښه اودنړي ډير پخواني هيوادونوسره زراوسپين زردپيسوپه شکل راکړه اوورکړه کې استعمال کړل . او وروسته دسره زراوسپين زرمسکوکاتو دپيسې په حيث رواج وموند دوروسته بانګنوټونه دسره زراوسپين زرپرځاي جريان کي ولويده اود تعويض قابليت يي دسره زر په مقابل کي درلود.فلزي او کاغذي پيسې دواړه دمبادلي په جريان کي داستعمال وړګرځيدلي .پيسې نه يواځي دفلزي اوياپه کاغذي شکل وجودلري.بلکې دهغه په څنګ کې ليکلي پيسې(چک ،بيمه لرونکي اسناد)هم په جريان کې دپيسو په حجم اواندازه ډير نقش لري ([1])
دپيسوگټې اواهميتديوشي ارزش ددې پورې منحصرکيږي چې دهغه داستعمال په نتيجه کې دافرادولپاره انفرادي گټه اوبالاخره ملي اقتصادته څه گټه لري .
داشخاصولپاره دپيسو موجوديت په مختلفوساحوکې گټوردي .
1. دپيسودموجوديت په صورت کې اشخاص دخپلوضرورتونودرفع کولو په خاطردانتخاب دازادي څخه گټه اخيستلي شي اوداشخاصوترمنځ ضرورتونودنه مطابقت مشکل حليږي.
2. دپيسوپه مرسته اشخاص دخپلوضرورتونودقيمتونوڅخه اگاهي پيداکوي اودخپلوعايداتوپه نظرکې نيولو سره په داسې توگه ضروري اشيا لاس ته راوړي چې دزيات تسکين سبب وگرځي . اودبلې خوادوسايلودمحدودوالي په اساس دقيمتونوداگاهي په صورت کې انسانان دخپل ضرورتونودرجه بندي اووروسته دهغې درفعې لپاره اقدام کوي .
3. دناڅاپي ضرورتونودتغيرپه خاطرخلک ذخيره کوي . دپيسو يوعمده خصوصيات دنامعلومې مودې لپاره دهغې ذخيره کول دي چې کوم مصرف پدې صورت کې نه راځي بلکې داضافه عايد دلاس ته راوړلووسيله هم گرځيدلي .
4. پيسې داقتصادي انکشاف سبب گرځي دجنسي تبادلې په صورت کې د اشخاصودضرورتونونه مطابقت يوعمده مشکل وۀ چې دپيسوپه منځته کيدوسره حل اودکاروبارويش سبب وگرځيداوپه خپله دکارويش داقتصادي پرمختگ لپاره وسايل برابروي .
5. کله چې پيسې دتبادلې دآلې په توگه استعمال شي نودملکونوترمنځ هم داجناسوپه تبادله کې اسانتيا رامنځته کيږي .يوملک هغه اجناس چې خپله يي نلري دپيسوپه بدل کې دنړي دهرگوټ څخه راغوښتلي شي . نوويلي شووچې پيسو نړيوال تجارت ته هم ترقي ورکوي .
6. دارزشونوذخيره اوداندازگيري دوسيلې په توگه پيسې ددې سبب شوي چې اشخاص خپل اضافي اجناس دپيسوپه شکل ذخيره کړي .
7. دپيسو په صورت کې اشخاص دخپلو عايداتوڅخه يوه برخه دتوليدي هدفونوپه منظورجداکوي . اوپدې توگه دپانگې اچوني په زياتو الي سره دولت دپيدايښت اندازه زياتيږي چې دکاروباردساحې دپراختيا اودخلکودژونددسطحې دلوړوالي سبب گرځي.
8. دپيسو په مرسته دقرضونوپه جريان کې ډيره اساني رامنځته شو که اشخاص دمحدودوسايل وپه مرسته خپل ضرورتونه نشي رفع کولي نودپيسو په شکل دقرض اخيستلو په نتيجه کې خپل ضرورت رفع کولي شي . همدارنگه کيداي شي په ټولنه کې ذهين اشخاص وجودولري چې دپانگې دنشتوالي له امله دهغوي استعدادڅخه گټه نه اخيستل کيږي . چې دپيسوپه رامنځته کيدوسره دې ډول اشخاصوته دپانگې دبرابرولواوکاروبارڅخه دگټې پورته کولو امکانات برابريږي .
دپيسوصفتونه
… عام اعتباراوقبوليت : خلک يوشي هغه وخت قبلوي چې هغه نوروته هم هغه شان دمنلووړوي اودمتبادل مقصدلپاره داستمعال وړوي ديوشي لپاره عام اعتبار دهغه په خپل قيمت يا حکومت په سرپرستي اوضمانت حاصليږي .
… ثبات اوپايه داري : هغه شي جې دپيسو په ځاي استعماليږي بايد مستحکم اوپايه دار اووسي پدې معني دهغې دخرابيدلو په موردکې تشويش موجودنه وي . چې دزړيدواوياتقسيم کيدوسره خپل ارزش دلاسه ورنکړي .
… دانتقال قابليت : هغه شي چې دپيسوپه ځاي کارول کيږي بايد دانتقال امکانات يي اسانه اوپه لږحجم سره دزيات ارزش لرونکي وي .
… دتقسسيم قابليت : هغه شي چې دپيسولپاره کارول کيږي چې په کوچينيوبرخوباندې دتقسيم قابليت ولري ترڅودهغې په مرسته کم ارزش لرونکي شيان خريداري شي .
… دارزش استحکام : هغه شي چې دپيسو په ځاي استعماليږي بايد په ارزش کې يي استحکام وي . ځکه دهغې ارزش کې دتغيراتوپه اساس دنوروشيانوارزش سم نه شي اندازه کيدلي اودداسې شي ارزش دذخيره کولو اوتاديي دوسيلي په توگه نه شي استعماليدلي .
… يوشان والي : پدې معني کوم شي چې دپيسوپه ځاي دنده سرته رسوي په کوچينيو زرودويشلوپه صورت کې ټولې زرې يوشان اوصاف ولري اوپه ارزش کې يي کموالي رانه شي .
… دپيژندلو وړوي : هغه شي چې دپيسوپه ځاي کاورل کيږي په اساني سره وپيژندل شي که نه وي نودتشخيص لپاره يې وسايلوته ضرورت دي اومشکلات رامنځته کوي .
… نرموالي ولري : هغه شي چې دپيسو په ځاي استعماليږي بايد نرم وي ترڅوپه واړوسيکوتبدل اونشان پرې سيت کړي شي .
… کميافته وي : کموالي ديوشي ارزښت داستحکام سبب گرځي . مثلا داوبوتبادلوي ارزښت صفرسره برابرده .
… افاده اوذاتي ارزښت ولري: دپورتنيوخواصوپه نظرکې نيولو سره نتيجه اخيستل کيږي چې طلا اونقره دنوروټولو اجناسوپه نسبت داصفتونه په ځان کې لري . اوپدې اساس په نړيوال سطحه هغوي ته دپيسو مقام حاصل وي بايد علاوۀ کړوچې دمنظم پلان اوکنترول په صورت کې کاغذي پيسې هم دذکرشوصفتونولرونکي دي
دپيسودندې:
… دتبادلي وسيله ، هرشي چي وکولاي شي داجناسو او خداماتو په مقابل کي تاديه اوومنل شي پيسې بلل کيږي . ديوشي منل اوقبلول دتبادلي دوسيلي په حيث دوه عامله لري
لومړي : داچي پيسې دخلکو په نزد ارزښت لري او هرڅوک غواړي چي هغه دخپلو شيانو (اجناسو ) اوخداماتو په مقابل کي لاسته راوړي.
دوهم : که ټکس ذاتي ارزښت هم ونلري لکه (کاغذي بانګنوټونه )دعام قبولي قابليت په تبادله کي لري چي حکومت هغه قانوناً رواج کړي دي اود قانوني پيسې (پول)په توګه پيژندل کيږي . قانوني مروجي پيسې(Legal tender)دخپل دتبادلي قابليت قدرت دحکومت توان مندي اواقتدارڅخه ترلاسه کوي.اوپه هرځاي اوهروخت کي دغه کاغذي پيسې داجناسو اوخدماتو دپيردلو اولاسته راوړلو لپاره پکار وړي اوجنسي مبادلي ته ضرورت نه احساسيږي .
… دارزښت دذخيري وسيله، دپيسو دلومړني وظيفي په پام کي لرلو سره يعني دعام قبولي قابليت څخه دهغه دوهمه وظيفه نشات کوي پيسې کولاي شي په مختليفو وختونو کي راکړه اوورکړه کي ترينه استفاده وشي ددي امکان ددرک وړ ده چي پيسې کولاي شي په وروستي وخت کي داستفادي وړ وګرځي اوپه معاملو کي کار ورځيني واخستل شي که پيسې دوخت په تيريدو سره خپل دخريد له لاسه ورکړي دهغه لرونکي کوښښ کوي ترڅو شيان اواجناس ته دامکان په صورت کي ډيرژرتقاضا وکړي
اويا دجنس په جنس معامله په دي وخت کي دتوجو وړ وګرځي ځيني وخت امکان لري چي دپيسې ذاتي ارزښت دهغه ذاتي ارزښت په نسبت دوخت په تيريدو سره زيات شي . په اوسنيو شرايطو کي پيسې دارزښت دذخيري په توګه هغه وخت خپله دنده په ښه توګه اجرا کولاي شي چي مقداريي کنترول شي او دوهم دهغه استقرار باندي اعتمادولري دپيسو استقراردموازني په ايجادولوسره په يوملي اقتصاد کي داقتصادي دوران په دننه کي دپيسو دحجم اواندازي تر منځ ممکنه دي.
…حسابي واحد: دپيسو دا وظيفه په دي معني ده چي دهغه په اساس دنورو اجنا سو ارزښت مقايسه کيږي يعني پيسي دنورو شيانو اواجناسو دارزښت دټاکلو دوسيلي په حيث عمل کوي دايو حقيقت دي چي دټولو شيانو اوخدماتو بيه په پولي معيار تسبيت کيږي اودهغي پواسطه سنجش او مقايسه کيږي ديو حسابي واحد په شتوالي کي دارزښتونو مقايسه ناممکنه کيږي اوپه دي وسيله محاسبه او حسابداري سيستم په ملي اقتصاد کي اسانه کيږي.
… دپورونوداداکولو وسيله:دخلکو اوافرادو مالي تعهدات دپيسو پواسطه تاديه او تصفيه کيږي اوددي وظيفي پواسطه پيسي دپورونو دتاديي يوه وسيله کيداي شي اوهيڅ څوک نشي کولاي دپورپه اداکولو دهغه دمنلو څخه انکار وکړي مګرداواضحه ده چي دپولي تورم په شرايطو کي .پورور کوونکي (داين )خساره مند کيږي .دپيسو وظيفه دارزښت د ذخيري دوسيلي په عنوان اودهغي په اداکولوزيانمنه کيږي
دپيسو درامنځته کيدو مراحل :دژوند په ابتداکي انسانانو په خپلو منځوکي مناسبات درلودل اود ضرورت اجناس يي تبادله کول . چي تبادلي جنسي شکل درلود . دضرورت دنه مطابقت په نتيجه کي په ساحوي اومنطقوي توګه دمختليفواجناسوته راکړي ورکړي دوسيلي په توګه استفاده پيل شو اودوخت په تيريدو سره په هغي کي تغيرات رامنځته شو چي داتغيرات په لاند مراحلو ويشلي شو
2) دفلزي پيسو رامنتځته کيدل :-څرنګه چي پيسو دډيرو نيمکړتياؤ لرلو سر ه نه شوکولي چي د پيسو رول په ښه ډول ولوبوي . ځکه اجناس دزيات وخت لپاره د ساتلو قابليت نه لري ځيني شيان لکه ، حيوانات دتقسيم قابليت نه لري او ځيني شيان موسمي شکل لري . چي ددي او نورو نيمکړ تياؤه په لرلوسره خلک ددي په لټه شو چي داسي يوه وسيله رامنځته کړي چي دا نيمګړتياوي ونه لري دانسانانونظردفلزاتوخواته شواودفلزاتواستعمال دتبادلي دوسيلې په توگه پيل شوۀ . چې په عمده توگه دطلا،نقره اواوسپنه اونيکل څخه پدې برخه کې استفاده شوي ددې ترڅنگ دلمړى ورځې طلااونقره دګاڼوزيوراتوپه خاطرهم استعماليدلي اودنوروفلزاتوپه نسبت زيات دعلاقې وړوۀ. ځکه طلااونقره دارزش دذخيره کيدلولپاره بهترينه وسيله ده. انساناتوپه اول کې طلااونقره دخښتوپه څيردپيسوپرڅاي استعمالوله خودهغې په استعمال کې مشکلات اوغليطيوامکانات زيات وۀ .دوخت په تيريدوسره سکې رامنځته شوي چې دهغومعياراواندازپه اساني سره سنجول کيدل اوپه اروپاکې لمړي سکي اکاريول رامنځته کړي .
3) کاغذي پيسې : دمورخينوپه نظرکاغذي پيسې لومړي دنهمې عيسوي پيړي په پيل کې په چين کې مروج شواووروسته په هندوستان کې مروج شوي. په اروپاکې ترټولودمخه دايټالي په مرکزي بانگ کاغذي پيسې نشرکړي دهغې نه وروسته دانگلستان مرکزي بانگ کاغذي پيسې په کارواچولې دنړي په هرگوټ کې مروج اونشرولي دهرملک دمرکزي بانک پورې اړه لري . سره لدې چې کاغذي پيسې ډيرې مروج شوي خودهغې ترڅنګ فلزي پيسې هم په چلش کې قرارلري . چې دوړوکورابطوپه خاطرتري استفاده کيږي .
4) اعتباري پيسې : دکاروباردپراختيا اودبانکي سيستم دانکشاف په لړکې دپيسونوي ډول يعني اعتباري پيسې رامنځته شوي اودنړي په ټولوملکونوکې ترې استفاده صورت نيسې لکه چکونه ،حوالې اوداسې نور.....
دپيسوپه رامنځته کيدوسره په مجموعي ډول اقتصادي ساحه کې دپاملرني وړتغيرات راغلل تجارت ،کرنه اونوروټولو ساحاتوکې دپيسورول څرگندوۀ.
په اوسنيوشرايطوکې دپيسو څخه بيغيرداقتصادي وسايلو څخه په سمه توگه استفاده کول اوداقتصادي نظام درست چلول ناممکن وي

- دبارترسيستم څخه دجنسي پيسورامنځته کيدل
- دجنسي پيسو تبديليدل په فلزي پيسو
- دفلزي پيسو نه وروسته دکاغذي پيسورامځته کيدل
- دکاغذي پيسو نه وروسته داعتباري پيسو رامځته کيدل