ګـــــمــرک
ګمرک يومالي اواقتصادي جوړښت دي چې له ډيرومودوراهيسي دنړۍ په هيوادونوکښي وجودلري .اوپه هروخت اوزمان کښـي ددولتونوداړتياوواوغوښتنوپربنسټ دفعاليت اوڅرنګوالي له مخي ځانګړي بڼه ځانته غوره کوي چې مونږ يې په نني بڼه وينوګمرک په عامه توګه سوداګري اودعوايدوراټولولوپه ډګر کښي زيات خدماتي اسانتياوي رامنځ ته کوي.
دګمرک تعريف
ګمرک په عمومي ډول په وارداتو،صادراتو،ترانزيټ اونورتګلاروباندي ددولت دمقرراتودپلي کولودنده لري.
دګمرګ موخي
١-دولت ته دعوايدوبرابرول.
٢-دکورنيوتوليداتوڅخه ملاتړ.
٣-دسوداګري پراخوالي اوسوداګروته داسانتياووبرابرول.
٤-دګرځندوي لپاره داسانتياووبرابرول.
٥-دغذايې موادو،ناوړه درملو،نشه يې توکو،پروتوز وايې موادواوفرهنګي محصولاتو دبدواغيزوڅخه دټولني ژغورنه.
٦-دککړوونکوتوکو،کيمياوي توکواونورو ورته توکوڅخه دژونددچاپيريال ساتنه .
٧-دبهرني سوداګري په باب داحصايي اواطلاعاتوراټولول اودهغوڅيړنه .
٨-دسوداګري په اړه دنړيوالوکنوانسينونودمقراراتواوتړونومراعات کول.
دګمرکونوسمون اونوي کول
ګمرک ددولت دعوايدويوه سرچينه ده اودهيواد دسياسي اقتصادي اوټولنيزواړخونوپه بيارغونه اوپرمختياکښي مهمه ونډه لري.
دافغانستان اسلامي جمهوريت دګمرکي خدمتونودپراختياپه حال کښي دي چې په پايله کښي به ملي عوايدپه ښـه ډول راټول ،دسوداګري کره اطلاعات به توليد،اوټولني ته به دناقانونه توکودراتلوڅخه مخنيوي وشي ،له ګمرکونوڅخه لاسته راغلي عوايددافغانستان دبياودانولواودښـونځيو،روغتونونواونورخدمتونولپاره دپيسودبرابرولوپه غرض استعمال شي .
دګمرکي سمون موخه دسوداګري اوپانګه اچوني لپاره داسانتياووبرابرول اويوه داسي چاپيريال رامنځ ته کول دي چې دافغانستان اقتصادي اوټولنيزه پراختياپه کښي ډاډمنه شي.
په ګمرکي چارکښي داسانتياوولپاره دکمپيوټري تکنالوژي نه ګټه اخيستنه
دافغانستان ګمرک له يوي خوادهيواد په سوداګري باندي دډيروپيچجلوقوانينواومقرراتوچې ددوديزواولاسي کړنلاروپربنسټ ولاړدي دپلي کولودنده لري اوله بلي خوانه دګمرکي پروسيجرونودساده کولوپه اړه دنړيوالي سوداګري سازمان WTO world trade organization
اودګمرکونودنړيوال سازمان wco world customs organization
داوسني سياست په پام کښي نيولوسره ددي چاروپه بريښنايې (کمپيوتري)کولواړدي .
دګمرګ مالونودتصفيي پړاونوکمپيوتري کول دګمرکونودبيارغوني اوسموني دبنسټيزوعناصروڅخه ګڼل کيږي له همدي امله دماليي وزارت دافغانستان په ګمرکونوکښي داسيکوډادنړيوال کمپيوتري سيستم دلګولو(نصبولو)اوپلي کولوپيل کړي دي .
داسيکوډاسيستم تاريخچه
داسيکوډاسيستم دمنځ ته راتلوڅخه مخکي دنړي په ټولوهيوادنوکښي دګمرکونوداتوماتولولپاره يوڅانګړي سيستم ياپروګرام موجودنه ؤ.
بناً په ١٩٨١م کال کي دځينيوپرمختيايې هيوادونوپه ځانګړي دول افريقايي هيوادونه چې دغه هيوادونه عملاً دګمرکي محصول په ترلاسه کولوکي دزياتو ستونزوسره مخامخ وه چې عمده ستونزي يې ديوي خواداداري فسادموجوديت لودبلي خواسوداګرودګمرکي محصول دورکړي څخه ډډه کوله ديادوشووستونزوله مخي نوموړي هيوادونه دملګروملتونودتجارت دپراختيااداري ته مراجعه وکړل اودګمرکي چارودپرمخ بيولولپاره ديوخاص سيستم درامنځ ته کيدوغوښتونکي شول چې بلاخره په کال ١٩٨١م کښي دملګروملتونودتجارت اوپراختيااداره
Untctad
United Nation conference on trade and development
لخوادګمرکي چارودپرمخ بيولولپاره يواتومات سيستم داسيکوډاترنامه لاندي رامينځ ته شوه د١٩٨١م کال نه راپديخواتراوسه پوري دنړۍ په ٨٠ هيوادونوکښي داسيکوډاسيستم پلي اودګټي اخيستني لاندي نيول شوي چې له دي جملي څخه زمونږګاونډي هيوادايران هم دهمدي سيستم څخه دګمرکي اوترانزيتي اموالودتصفي لپاره ګټه اخلي اوس مهال افغانستان هم ددغه سيستم دپلى کولو تړون لاسليک کړي.
د اسيکوډا سيستم پيژندنه
اسيکوډا. Asycuda يا د ګمرکى چارو اتومات يا کمپيوټرى سيستم د لاندې ټکو څخه اخيستل شوي دي.
اتومات شوي Automated- A
سيستم يا نظام Sy -System
ګمرګونه Cu - Customs
معلومات Da - Data
چه د پورته يا دوشوؤ ټکو څخه مراد Automated system for customs data چه پورته سيستم د ملګرو ملتونو د تجارت او پرمختياء ادارى لخوا د نړى هيوادونو په ځانګړي ډول د پرمختيائي هيوادونو لپاره رامنيځ ته شوي.
اسيکوډا د کمپيوټري پروګرامونو مجموعه ده چې دګمرکى پروسيجرونه (صادرات، واردات ، ترانزيت، کابوتاژ تر پوښښ لاندې نيسى همدارنګه اظهار نامه د محصول محاسبه د اموالو ترانزيت او تعليق هم د ربرنيسى او ددي سره سوداګريز معلومات د اقتصادى تحليل لپاره برابروى. اسيکوډا د هر هيواد و تعرفى قانون، ځانګړو کوډونو او مشخصاتو سره د عياريدو قابليت لري اسيکوډا کولى شى خپل معلومات او اطلاعات ددولتى ادارو، تجارانو او مختلفو هيوادو ترمنځ تبادله او مخابره کړي. او همدارنګه داسيکوډا سيستم د ګمرک دنړيوال سازمان د معيارونو او دملګرو ملتونو د نورم او استندر د سره مطابقت لري.
داسيکوډاد سيستم ګټورى ځانګړتياوى
١- ټولى ګمرکى چارى لکه صادرات، واردات، ګودلم کول او نورو کمپيوټرى کيدل.
٢- د کمپيوټر په ذريعه په پيل او وروستى پراو کې د کورنۍ او نړيوال ترانزيت دمالونو کنترول.
٣- د سپوږمکى د ستلايټ) د کمپيوټرى سيستم د لارى د هيواد د ټولو ګمرکونو له يو بل او مرکز سره نښلول.
٤- د سيستم څخه د ګټى د اخستلو لاره ډيره اسانه ده، د ګمرک کارکونکى او د سوداګرو استاذى او کيشن کاران ئي ډير په اسانه زده کولى شى.
٥- داسيکوډا سيستم د ګمرک د کارکوونکو اوکميشن کارانو د اساتيا لپاره په پښتو او درى ژبه په کمپيوټر کې پروګرام د کرښيز شوى دى.
٦- تعين شوى ماليه او ګمرکي محصول په اتوماتيک ډول په کمپيوټر کې محاسبه کيږي.
٧- ګمرکي اطلاعات په راتلونکى کې دګټى اخيستى لپارهپه کمپيوټر کې ساتل کيږي.
٨- داسيکوډا په سيستم کې له ټولو پيژندل شويو نړيوالوکو ډونو او ستندرډونو څخه ګټه اخيستل کيږي.
٩- هره ورځ د کار په پاى کې د يوګمرک يا د ټولو ګمرکونو د عوايدو حساب د مالى راپورنو په بڼه په ساده ډول د سيستم لخوا چمتو کيږي.
١٠- سيستم سوداګرو ته د بانک له لارى د ګمرکي محصول دورکړى يامخ ورکړى (اډوانس) اسانتيا وي برابروي.
١٢- ګمرکى مالونه د تصفيى په پړاوونو کې په اتومات ډول شنو، اسمانى رنګه ، زيړو او سرو چينلونو ته ورپيژندل کيږي.
داسيکوډادسيستم غوره ګټي
١- په ګمرکي چاروکي اسانتيا،چټکتيا،اوځيرتيا
٢-دملي عوايدودفرارڅخه مخنيوي.
٣- دګمرکددکارکوونکواومراجعينودوخت له ضايع کيدوڅخه مخنيوي .
٤- له جعل ،اوناوړه ګټي اخيستني څخه مخنيوي.
٥- په ګمرک کښي دمال دتصفيي په وخت کښي په کاري پړاوونواواضافي پاڼوکښي کمښت
٦- دټولوګمرکي پروفسيجرونولپاره د(يوه اظهارليک
)Sad څخه ګټه اخيستنه
٧- دسوداګري اوکورنيوتوليداتودپرمختګ لپاره دکره سوداګريزوارقامواواحصايي رامنځ ته کول.
٨- دهيوادله ټولوګمرکونوڅخه مرکزته دکره مالي دپورټونوچتک ليږدونه
٩-دکمپيوټراوياهم دانترنيټ له لاري دګمرکي مالونولپاره اظهارليک ډکول
١٠-له کمتيوټرله لاري دنورودولتي ادارواودنړۍ له هيوادونوسره دګمرکي ارقامواواطلاعاتودراکړي ورکړي شونتيا(امکان)
داسيکوډادسيستم دپلي کولوپروژه
ددي لپاره چې داسيکوډاسيستم دهيوادپه ټولوګمرکونوکي پلي اودګټي اخيستني جوګه شي دګمرکونولوي رياست يوکاري ټيم چې دIT اوګمرک په لسوکار پوهو غړو او مشر تابه سنبال دي د افغانستان په ګمرکونو کې د سيستم د چمتوالى ا وپلى کولو لپاره ګمارلى دى. داسيکوډا د پروژى غړى، د ملګروملتونو د سوداګرى او پرمختيا دسازمان Unctad داسيکوډا د کارپوهان د ډلى لخوا د شپږو مياشتو لپاره روزل شوى چې دوى په ګډه سره يو ځاى د افغانستان په ګمرکونو کې د سيستم د لګولو او د هغه څخه د تخنيکى ملاتړ دنده په غاړه لري.
داسيکوډا د روزنيزى دورى د بشيړيدو وروسته سيستم د افغانستان دګمرکونو داسيکوډا د پروژى د غړو لخوا په پښتو اوددى ژبه ژباړل شوي، ګمرکى تعرفه او نور قوانين په سيستم کې ځاى په ځاى شوى او سيستم په ملى او نړيوالو ستنډرډونو سمبال شوي چه په اوس وخت کې سيستم د ګټى اخيستنى لپاره چمتو دى.