ايکسل پېژندنه
ډېر داسې کارونه چې نه حد لري او نه هم پاى د ايکسل په برکت تر سره کېږي، نوموړى د ډېرو موخو لپاره کارېږي چې روښانې بېلګې يې د ټولګيو د تنظيم چارې، د ټولګيو ليستونه، د حاضرۍ پاڼې، د ازموينو پايلې، دماليې غونډولو چارې او نور محاسبوي کارونه يادولاى شو، نوموړى د ښوونې لپاره د يوه مرستيال دنده هم تر سره کوي، بايد ووايم د رياضي د معيارونو لپاره د يوه ګراف بڼه هم لري، مګر تاسو زده کوونکي يې د سرمشق او کورني کار په ډول کارولاى شئ.
د خپرندوى يادښت
که ٩٧ ايکسل وي يا هم تر هغه نوې نسخه، په وينډوز کې چلېږي يا هم په ميک کې ټول کاروونکې يې په دې پوهېږي چې څنګه يې پرانيزو او څنګه يې Cell په Cell وچلوو. د ايکسل په اړه چې کوم کتابونه ليکل شوي دي ټول له ابتدايي محاسبې څخه نيولې بيا د هغه کتاب د ليکوال د پوهې تر کچې نوموړى په کې تشريح شوى دى، په دې ځاى کې نه غواړم د ايکسل پر ابتدايي جوړښت وږغېږم، ځکه اوس هر څوک له نوموړي سره بلد دى او کارولاى يې شي. په دې بلوګ کې چې د ايکسل په اړه کوم مواد خپرېږي ټول د هغه فارمولونو او ځينو ځانګړو تخنيکونو ته ځانګړې شوي دي. له همدې امله او د يوه ځانګړي تصميم له مخې مې له بېلابېلو کتابونو څخه بېلابېل معلومات را غونډ کړي او ستاسو په مخ کې يې ږدم.
روګانې او کالمونه
کله چې ايکسل پرانيزى، د تشو روګانو او کالمونو کتارونه وينئ، که مو د نوموړي په Options کې کوم بدلونونه نه وي راوستي ښايې د کالمونو شمېر يې په A,B,C او د روګانو دا يې په 1,2,3 ووينئ، اوس به راشو يوې بلې خبرې ته هغه دا چې د يوه مونيټور پرده څومره کالمونه او روګانې ښودلاى شي، ځينې مونيټورونه د کالمونو شمېر تر H، ځينې نور بيا تر Q او ځينې يې تر T کالمه پورې ښيي، همداسې د روګانو شمېر چې په 1,2,3 سره پېژندل کېږي هم د مونيټور په پرده اړه لري چې ځينې يې تر 40، ځينې يې تر 31 او ځينې نور يې بيا تر 20 پورې ښيي. د روګانو او کالمونو د جوړښت له مخې د ايکسل پاڼه Cell-Cell يعنې کور-کور وي، هر کور ځانګړى نوم لري، هر کور د کالم د نامه او د رو د شمېرې له مخې پېژندل کېږي، د بېلګې په توګه که په A کالم او 1 رو کې کليک وکړو A1 کور په نښه کېږي او نوموړى کور د A1 له مخې پېژندل کېږي. بله خبره دا چې د يوه په نښه شوي کور پر شا و خوا يو مستطيل رسمېږي او نوموړي ته Cellpointer ويل کېږي، يا هم په بل عبارت Active Cell.
هر کور ليکنې، وخت، نېټې او يا هم فورمول ته ځاى ته ورکولاى شي، ايکسل کارونه تر ډېره بريده ستاسو په دنده پورې اړه لري چې غواړئ څه ډول ډاټا د نوموړي په کالمونو او روګانو کې ځاى کړئ.
ايکسل او چاپېريال يې
په دې به بسنه نه کوو، ځکه ډېر نور داسې کورونه شته چې د مونيټور پر پرده نه ښکاري، که ښې Arrow کيلي کلکه ونيسئ، نور کالمونه لڅېږي د هر کالم پر سر د انګريزي ژبې د الفبا تورى ليکلى وي، کله چې د کالمونو شمېر د Z تر توري ورسېږي، نوى کالم په AA سره پيلېږي، يعنې AA,AB,AC، دا توري تر هغه مهاله تکرارېږي تر څو د کالمونو شمېر پاى ته رسي، هر Sheet ١٦٣٨٤ کالمه لري، چې وروستنى کالم XFD دى، همداسې که د Page Down کيلي ته ټک ورکړئ، د نوي پاڼې روګانې د پردې پر مخ ښکاره کېږي، چې هر Sheet ١٠٤٨٥٧٦ روګانې لري، که کالمونه او روګانې يو په بل کې ضرب کړو ټول ١٧١٧٩٨٦٩١٨٤ کورونه کېږي، نوموړي ټول هغه کورونه دي چې په يوه Worksheet کې موجود دي او د ډاټا ځايولو وړتيا لري، همداسې د ايکسل هر Workbook چې د لومړي ځل لپاره درې شيټه لري کولاى شي ګڼ شمېر شيټونه له ځان سره خوندي کړي، ښايي له تاسو سره دا پوښتنه پيدا شي چې څوک به دا ټول کورونه چې په يوه شيټ کې پراته دي په کار اچوي، مګر د ځينو کمپنيو کارونه دومره پراخ وي چې په يوه شيټ کې نه ځايېږي.
ايکسل او ابتدايي محاسبه
په ياد ولرئ هر کور د نورو کورونو د قيمتونو يعنې شمېرو د محاسبې لپاره د فورمول اجرا کولو وړتيا هم لري، که د قيمتونو له کورونو څخه د يوه کور قيمت بدل شي، نوموړى په اتوماتيک ډول هغه فورمولونه چې د يادو شوو کورونو سره تړاو لري بدلوي، خو دا کړه وړه يې بدلولاى هم شو.
د پورتنيو ښه والو له مخې چې يو فورمول کولاى شي ارزښتونه هر مهال محاسبه کړي د برېښنايي Spreadsheet يوه تر ټولو لويه وړتيا بلل کېږي، بايد وويل شي په ايکسل کې تر ٤٠٠ زيات Functions موجود دي چې د بېلابېلو موخو لپاره کارېږي، روښانې بېلګې يې محاسبه، ساينس، انجنيري او د ټولګيو نتيجې يادولاى شو. بل پلو ايکسل دا وړتيا هم لري چې معلومات منظم و اوډي، يعنې که غواړئ د نومونو يوه ډله د الفبا د تورو په شکل منظم و اوډئ، يوازې يو امر په کار واچوئ، نوموړى Sort هغه بلل کېږي.
دا برخه به ځينې ابتدايي تخنيکونه، معادلې او فورمولونه ښه په فصيح ډول تشرېح کړي. لږ تر لږه يو فورمول د درېو تخنيکونو له مخې ليکل کېږي، په لاندنيو بېلګو کې همدا درې ډوله تخنيکونه تر بحث لاندې نيسو او هر هغه يو چې ستاسو لپاره اسان وي کار کړئ.
د Touch-Typing تخنيک
لکه څنګه چې موږ مخکې يادونه وکړه يو Cell د نورو سيلونو لپاره د فورمولې په ډول کارېږي، په دې بېلګه کې غواړو د B4 او B5 قيمتونه په B6 کې جمع کړو لاندني شکل ته ځير شئ:
په B6 سيل کې کليک وکړئ چې Cellpointer هماغه سيل ته لاړ شي، هر فورمول په مساوي (=) سره پيلېږي، په کېبورډ کې مساوي کيلي ته ټک ورکړئ، په همدې ډول د فورمول ليکل پيلېږي لاندني شکل ته وګورئ:
په دې بېلګه ګې Touch-Typing تخنيک په کار اچوو، د فورمول ليکلو پر مهال بايد Space کيلي ته ټک ور نه کړئ، يعنې فورمول داسې وليکئ b4+b5 لاندني شکل ته وګورئ د ايکسل بڼه بايد نوموړي ورته وي، ورپسې د Enter کيلي کښېکاږئ.
د Enter تر وهلو وروسته د په نښه شوو سيلونو قيمتونه جمع کېږي او پايله يې چې ٣٠ ده په B6 کې پاتېږي، د هر فورمول تر ليکلو وروسته بايد Enter کښېکښل شي، يعنې د پورتنيو قيمتونو پايله په B6 کې پاتېږي او Cellpointer نوي سيل يعنې B7 ته بدلېږي لاندني شکل ته وګورئ:
اوس هغه ټکي ته راځو چې مخکې پر ږغېدلي و، يعنې که د يوه فورمول په قيمتونو کې بدلون راشي فورمول په خپله ځان بدلوي، نوموړې د Spreadsheet تر ټولو ستره ځانګړنه بلل کېږي، Cellpointer بېرته B4 ته يوسئ او د ٢٠ پر ځاى ٢٠٠ وليکئ، ورپسې Enter کښېکاږئ، Cellpointer به B5 ته لاړ شي او د B6 سيل قيمت به چې مخکې ٣٠ و په ٢١٠ بدل شي لاندني شکل ځير شئ:
موږک (Mouse) او تخنيک يې
په دې بېلګه کې غواړو له B4 سيل څخه B5 هغه منفي کړو، د دې کړنې لپاره موږک په کار اچوو.
نوى Book پرانېزئ، په B4 سيل کې ٥٠ ، په B5 سيل کې ٣٠ وليکئ، د موږک په مرسته B6 سيل په نښه کړئ او د پخوا په څېر په کېبورډ کې مساوي نښې (=) ته ټک ورکړئ لاندني شکل ته ځير شئ:
د مساوي تر ليکلو وروسته B4 سيل د موږک په مرسته کليک کړئ، په دې ډول د فورمول د ليکلو په ځاى کې B4 په خپله ليکل کېږي لاندني شکل ته ځير شئ:
تر پورتنۍ کړنې وروسته بېرته له کېبورډ څخه کار واخلئ او د منفي نښې (-) ته ټک ورکړئ، په دې ډول د B4 پر سيل را څرخېدونکي ټکي په ټپه درېږي او د نوموړي پر شا و خوا يو مستطيل چې شين رنګ لري رسمېږي، تر دې وروسته ايکسل د بل سيل د په نښه کولو په انتظار پاته وي لاندني شکل ته وګورئ:
ورپسې د موږک په مرسته B5 سيل کليک کړئ، ايکسل به د فورمول ليکلو په ځاى کې B5 په خپله وليکي لاندني شکل ته ځير شئ:
د Enter کيلي کښېکاږئ چې ايکسل له پورتني ارزښت څخه کښتنى هغه منفي کړي لاندني شکل ته وګورئ:
که تاسو د موږک له کارولو سره ښه ترا بلد ياست، د فورمول ليکلو لپاره پورتنى تخنيک ډېر اسان دى
Arrow کيلۍ او تخنيک يې
په دې بېلګه کې د يوه فورمول له لارې جمع او منفي دواړه تر سره کوو، د Arrow کيليو په مټ يو فورمول ليکل په ١٩٨١ م کې د Lotus لپاره کاريده، نوموړى تخنيک د محاسبې لپاره ډېر مشهوره او منلى هغه بلل کېږي، په تېره بيا د هغو کسانو لپاره چې هغوى به له Typing سره چنداني دلچسپي نه لرله، دا هغه مهال و چې کمپيوټر لپاره لا موږک نه و تيار شوى.
نوى Book پرانېزئ، په B4 کې ٢ ، په B5 کې ٣ ، په B6 کې بيا هم ٢ وليکئ او د موږک په مرسته B7 سيل په نښه کړئ، د پخوا په څېر په کېبورډ کې مساوي نښې (=) ته ټک ورکړئ لاندني شکل ته وګورئ:
پورتنۍ Arrow کيلي کښېکاږئ، د ايکسل له لورې B6 په نښه کېږي او نوموړى په دې فکر شي چې تاسو غواړئ فورمول له همدغه B6 سيل څخه پيلوئ لاندني شکل ته وګورئ:
مګر غواړو B4 په نښه کړو، له همدې امله پورتنۍ Arrow کيلي دوه ځله نوره کښېکاږئ چې B4 په نښه شي لاندني شکل ته وګورئ:
راتلونکى ګام يو څه ستونزمن برېښي ځکه غواړو B4 له B5 سره جمع او B6 ځنې منفي کړو، د B4 تر په نښه کولو وروسته په کيبورډ کې د (+) نښې ته ټک ورکړئ، تر نوموړي نښې وروسته ايکسل د بل سيل د په نښه کولو غوښتنه کوي. کله چې د جمع نښه نه وي ليکل شوي د B4 پر شا و خوا طلايي ټکي څرخي، د يادې شوي نښې تر ليکلو وروسته نوموړي ټکي درېږي او د B4 پر شا و خوا يو مستطيل چې شين رنګ لري رسمېږي لاندني شکل ته وګورئ:
اوس B5 د په نښه کولو اړتيا ليدل کېږي، ډېرى وګړى کښتنۍ Arrow کيلي د نوموړي د په نښه کولو لپاره کښېکاږي، مګر دا کړنه غلطه ده، پر ځاى يې بايد پورتنۍ Arrow کيلي دوه ځله کښېکښل شي ځکه غواړو له B7 سيل څخه B5 هغه په نښه کړو، پورتنۍ Arrow کيلي ته دوه ځله کښېکاږئ لاندني شکل ته وګورئ:
ورپسې په کيبورډ کې د منفي (-) نښې ته ټک ورکړئ او پورتنۍ Arrow کيلي يو ځل بيا کښېکاږئ، که پورتنيو انځورونو ته وګورو B4 او B5 سره جمع کېږي او B6 ځنې منفي کېږي لاندني شکل ته ځير شئ:
Enter کيلي کښېکاږئ چې د فورمول پايله څرګنده او Cellpointer کښتني لورې ته يعنې B8 ته حرکت وکړي، که غواړئ ليکل شوى فورمول بيا وګورئ بېرته B7 په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
پورتني درې سره د فورمول ليکلو تخنيکونه بلل کېږي، دا په تاسو ښاغليو اړه لري چې کوم يو يې کاروئ او کوم يو مناسب بولئ، د دې لوست په پاتې برخه کې د رياضي پر ځينو څانګو ږغېږو چې د هرې څانګې فورمولونه يې د يادو شوو تخنيکونو له مخې ليکل کېږي.
ضرب
د ضرب فورمول لپاره د ستوري نښه (*) په کار اچول کېږي، نوموړې ته Asterisk ويل کېږي او په Shift+8 کيليو ليکل کېږي، که مو کيبورډ Numeric Keypad ولري يوازې د ستوري نښه کښېکاږئ، مګر د رياضي د اصولو له مخې د فورمول روښانولو لپاره د هغه تر څنګ X ليکل کېږي لاندني شکل ته وګورئ:
تقسيم
په کيبورډ کې دوه ډوله سلاشونه (/ \) لرو، چې لومړنى (\) ته Back Slash او دوهم ته Forward Slash ويل کېږي، د تقسيم لپاره Forward Slash په کار اچول کېږي لاندني شکل ته ځير شئ د تقسيم يوه بېلګه وينئ:
کسر
ايکسل دا وړتيا هم لري چې د رياضي په لوړو فورمولونو مو پوه کړي، روښانه بېلګه يې همدا کسر يادولاى شو، نوموړى د تقسيم څخه عبارت دى، اوس يې يوه بېلګه وړاندې کوو چې په هغه کې يو پر نهه تقسيمېږي، د کسر فورمول اجرا کولو لپاره لومړى کسري عدد وليکئ، ورپسې Forward Slash او بيا مخرج وليکئ لاندني شکل ته ځير شئ:
که پورتني شکل ته ځير شو د نوموړي پر فورموله بار د اجرا شوي کسر فورمول ښکاري.
ليندۍ “()” په فورمول کې
په لاندني شکل کې يو فورمول اجرا شوى دى چې پايله يې غلطه ده، که وګورو احمد څلور، فريد دوه او حميد شپږ چاکليټونه کلب ته وړي دي، دوى ټول د يوه کلب غړي دي، له همدې امله چاکليټ هم بايد په مساوي توګه پر تقسيم شي، که د دې کړنې لپاره موږ دغه B8+B9+B10/3 فورمول په کار واچوو پايله يې ٨ راوزي، حال داچې هر يوه ته بايد ٤ و رسېږي.
اوس راځو د لينديو کارولو ته چې نوموړې په په فورمول کې څومره اړينې برېښي، بايد وويل شي ايکسل د لاندنيو ترتيبونو له مخې محاسبه تر سره کوي:
١. Unary Minus
٢. Exponents
٣. Division and Multiplication, left-to-right
٤. Addition and Subtraction, left-to-right
پورتنۍ ستونزه ځکه منځ ته راغلې چې ايکسل پر لومړي ګام د B10 قيمت پر ٣ تقسيم کړى او د ٢ منځنۍ پايله يې تر لاسه کړي، تر دې وروسته يې B8 له B9 سره جمع کړى چې ٦ يې تر لاسه کړي، په وروستي ګام کې يې ٦ له ٢ سره جمع کړي او پايله يې ٨ ښودلې ده. د دې ستونزې د هوارې په موخه که د رياضي ټولنيزه تګلاره له نظره وغورځوو ښايي حل لار يې پيدا کړو، يعنې د فورمول ليکلو پر مهال له لينديو څخه کار واخلئ، که د پورتني فورمول پر ځاى دغه
B8+B9+B10)/3) يو په کار واچوو پايله به يې سمه په لاس راشي لاندني شکل ته ځير شئ:
مربع او مربع جزر
ايکسل دا وړتيا هم لري چې (طاقت) او (جزر) فورمولونه په کار واچوي، په هر صورت د يوه نمبر درېيم يا څلورم جزر ليکل يو څه حيرانوونکى برېښي، دا لاندنۍ بېلګه ستاسو د Pythagorean theorem د پوهې مهارت په ګوته کوي، تاسو بايد د لاندني شکل مثلث دواړې راسته پښې مربع کړئ، وروسته دواړې څلور ګوټې جمع او بيا يې مربع جزر کړئ!
د C6 فورمول چې ١٢٢ مربع کړې داسې B6^2 وليکئ، بايد ووايم په دې فورمول کې کارول شوې (^) نښه د طاقت هغه بلل کېږي چې يو عدد د بل په طاقت ضربوي، دا نښه د Shift+6 په کيليو ليکل کېږي. د C7 لپاره فورمول داسې B7^2 وليکئ او د C8 لپاره فورمول داسې C6+C7 وليکئ، اوس راځو د C9 سيل لپاره يو فورمول ليکو چې د C8 سيل مربع جزر په لاس راکړي، د نوموړي لپاره فورمول پر دوه ډوله ليکل کېږي، لومړى فورمول چې ايکسل يې له ځان سره ثبت لري:
١. مساوي = کيلي کښېکاږئ ورپسې SQRT وليکئ.
٢. وروسته پيلېدونکې ليندۍ ( وليکئ.
٣. د موږک په ذريعه C8 کور په نښه کړئ.
٤. او بيا وروستۍ ليندۍ ) وليکئ. فورمول بايد داسې (SQRT(C8 بڼه ولري لاندني شکل ته شکل ته ځير شئ:
پورتني فورمول په ډاګه کړه چې په نېغه توګه له A څخه تر C پورې ١٣٦ ميله لار ده، اوس دوهم فورمول ليکو چې عين هغه کار تر سره کوي، ځينې ټکي چې په راتلونکي کې ښايي ور سره مخ شئ دا دي چې د يوه نمبر مربع جزر په لاس راوړل د طاقت پر يوه نيم (2/1) ليکل کېږي، يعنې که د پورتني فورمول پر ځاى دغه يو (C8^(1/2 وليکو پايله يې يو ډول ده لاندني شکل ته ځير شئ:
مکعب او مکعب جزر
که د يوه مکعب درې سره لورې ٢٥ فوټه اوږدوالى ولري، ټول به څومره فوټه وي، دې پايلې ته د رسېدو په موخه فورمول د ٣ په طاقت ليکل کېږي لاندني شکل ته ځير شئ: يعنې فورمول داسې B6^3 ليکل شوى دى.
اوس غواړو د مکعب جزر يوه بېلګه وړاندې کړو، د بېلګې په توګه غواړئ د ٣٣٧٥ مکعب جزر تر لاسه کړي، فورمول داسې (B5^(1/3 وليکئ، بايد وويل شي په ايکسل کې د مکعب جزر لپاره همدغه يو ډول فورمول ليکل کېږي، يعنې د مربع جزر په شانې (SQRT) جوړ فورمول نه لري لاندني شکل ته ځير شئ:
ښايي دې فورمولونو ته حيران شئ، مګر دا ډول تر هغه ډېر اسانه دى چې په لاس وليکل شي او وخت مو ضايع کړي.
د يوه کالم قيمتونه جمع کول
په لاندنۍ بېلګه کې غواړو د يوه کالم ګڼ شمېر قيمتونه جمع کړو، موږ تر اوسه پورې د يوه سيل له بل سره د جمع کولو يوازنۍ طريقه (+) ويلې ده، يعنې که د يوه سيل او بل تر منځ د جمع نښه (+) کښېښودل شي جمع کوي يې، اوس خبره د ډېرو سيلونو منځ ته راغله ايا د ډېرو سيلونو د جمع کولو لپاره بايد داسې B5+B6+B7+B8+B9+B10+B11 وليکو؟ لاندني شکل ته ځير شئ:
نه تر پورتنۍ لار ډېره تېزه او اسانه لار شته، ايکسل له ځان سره د SUM په نامه يو Function لري چې د ډېرو سيلونو د جمع کولو لپاره کارېږي او په ډېره اسانه توګه د سيلونو کتارونه جمع کولاى شي، ځکه د سيلونو کتارونه جمع کول په محاسبه کې تر ټولو ډېر کارېدونکي توکي بلل کېږي، SUM عبارت دى له Summing څخه چې مايکروسافټ يې لنډيز اخيستى دى. پورتنى فورمول پاک کړئ، ورپسې B12 کور انتخاب کړئ، د ايکسل پر Ribbon د Sigma نښه يعنې AutoSum کليک کړئ، ايکسل په اتوماتيک ډول د هغو سيلونو لپاره چې د B12 پر سر پراته دي يو فورمول ليکي او د يادوو شوو سيلونو پر شا و خوا يو مستطيل چې شين رنګ لري رسموي او تر څنګ يې يو ډول طلايي ټکي د يادوو شوو سيلونو پر شا و خوا را څرخوي، معنا دا چې ياد شوي سيلونه د لاندني فورمول په مرسته جمع کېږي. بايد ووايم د څو سيلونو کتار ته Range ويل کېږي، که غواړئ د يوه فورمول له لارې دوه کتارونه جمع کړئ، د لومړي کتار تر ټاکلو وروسته د کامې (,) کيلي ته ټک ورکړئ، او بيا دوهم کتار انتخاب کړئ، د AutoSum تڼۍ تر کليکولو وروسته د سيلونو کتار په اتوماتيک ډول انتخابېږي، د جمع کولو لپاره يې يوازې Enter کيلي کښېکښل غواړي لاندنيو شکلونو ته ځير شئ:
اوسط
په دې بېلګه کې غواړو د يوه کالم د سيلونو اوسطه شمېره وښيو B12 کور کليک کړئ، ورپسې د AutoSum له ځانګړي ليست څخه Average په نښه کړئ، ايکسل د يادوو شوو سيلونو لپاره د اوسط فورمول ليکي لاندني شکل ته ځير شئ:
تر فورمول ليکلو وروسته يوازې د Enter کيلي کښېکاږئ، چې د يادوو شوو سيلونو اوسطه شمېره د پردې پر مخ پاتې شي لاندني شکل ته ځير شئ:
د لومړي لوست پاى