دبازار شکل
بازارونه دخپل شکل له مخې په بېلابېلو ډولونو ويشل کيږي :
هغه ډير عمده او مهم شکلونه يې عبارت دي له :
انحصار ، اوليګوپول او پولي پول يا زروي رقابت څخه ، اوس يې هريو په لاندې ډول ترمطالعې لاندې نيسو .
دناقص رقابت ډولونه :
الف:انحصار يا Monopoly
هغه وخت چه ديو جنس توليد يوي تصدي پوري منحصروي اوهغه ددي ټوله عرضه کنټرولوي نودي حالت ته انحصار ويل کيږي.
يا انحصار کيدى شي چې تخنيکي شرايطو او دتصدى دتجسس په نتيجه کې منځ ته راشي او يا دطبعي پديدو او توقعاتو محصول وي چې کولى شو هريو يې په لاندې توګه ترمطالعې لاندې ونيسو .
١. تخنيکي پرمختګ کولى شي چې انحصار منځ ته راوړي البته داسې چې يوه موسسه يو نوى شى اختراع کوي او تريوه وخته پورې دپتنت (Patent) او نورو له نګا څخه په دې مورد کې دانحصاري قدرت لرونکي وي . مثلاً ددوه امريکايي کمپنيو په وسيله دکمپيوټر توليد چې اوس هم دنړې تقريباً اتيا فيصده توليدات دهمدې دوه کمپنيو له خوا صورت نيسي . په همدې هره اختراع تر يوه وخته پورې دانحصار قابليت لري .
٢. په همدې ډول طبعي شرايط هم کولى شي چې يوې موسسې اويا يو مملکت ته انحصاري قدرت ورکړي .
يا په بل عبارت :
طبعي شرايط نوموړى موسسه يا هېواد انحصاري قدرت قادر کوي نه دانسان خلاقيت او ابتکار . لکه دافغانستان لاجورد او يادکاناډا نکل توليدوي .
٣. همدارنګه کيدى شي چې دتوافقاتو په وسيله هم انحصار منځ ته راشي . مثلاً درې يا څلور هېوادونه چې قرقل توليدوي کولى شي چې په خپل منځ کې سره توافق وکړي او په دې توګه دتقاضا کوونکو په مقابل کې انحصاري قدرت لاسته راوړي .
په خارجي تجارت کې انحصار اکثراً پورتني درې شرطونه ځانته نيسي .
ب: اوليگوپول Oligopoly
هغه وخت چه ديوجنس ټوله عرضه څو تصدي کوي دي حالت ته اوليگوپول ويل کيږي.څرنگه چي په اوليگوپول کى دتصديوتعدادکم وي نوددي لپاره يوه تصدي په زيات مقدارسره اجناس توليدي اوبازارته يي عرضه کولي شي نوپدي ډول ديوي تصدي يواځني عمل ديوشي په قيمت باندي تاثير اچول دي يعني که چيرته يوه تصدي عرضه کمه يازياته کړي نوپه قيمتونوکى زياتوالي اوکموالي راځي.
په اوس وخت کې دبازار معمولترين شکل په نړۍ کې عبارت له اوليګوپول څخه دى چې د موټراو ماشين جوړولو په صنعت کې او ياحتى په زراعتي توليداتو کې ليدل کيږي.
مثلاً څوهېوادونه چې رابر،قهوه او کاکو عرضه کوي په دې ډول بازارونو کې يو نسبتاً کم شمېر خپل منځ کې سره رقابت کوي لکه دموټرپه برخه کې چې المان ،انګلستان ،امريکا او جاپان په خپل منځ کې سره په رقابت کې دي . او دهېواد په داخل کې چې يوکم شمېرکمپنۍ سره په رقابت کې وي مثلاً ټويوټا او دجاپان نور موټر..
يعنى په هغه برخو کې چې په هغوى کې دنړۍ په بازارونوکې توليدونکى لايتناهي نه بلکې يو محدودشمېروي له دکشتۍ توليدکوونکي چې درې څلورهېوادونه دي او په يومحدوداوليګوپول کې قرار لري چې په دې صورت کې دبازار شکل نه انحصاري بلکې داوليګوپول په شکل رامنځته کيږي .
پولي پول يا ذروي رقابت polipol
په بعضوحالاتو کې په خارجي سوداګرۍ کې مارکيټونه دپولي پول په شکل ليدل کيږي چې يو زيات شمېرعرضه کوونکي په خپل منځ کې سره سيالي کوي ، لکه دغاښونوکريم او بورس ، لباس ، دمخ دسمال او نور...
په دې توګه دبازار هر شکل دقيمت په رقابت باندې تاثيراچوي که څه هم دبازار په دوه شکلونو کې يعنى اوليګوپول او پولي پول کې دقيمت او جنسيت رقابت مطرح دى اما دبازارپه انحصاري شکل کې اصلاًرقابت دبحث وړاندې او قيمت داسې غواړي چې تعين يې کړي ترڅوخپله ګټه اضافه کړي .
په انحصارکى رقابت Monopolistic Computation
کله چي ديوشي عرضه ډيري تصدي تياروي اوهره يوه تصدي دخپل ځان لپاره يوه تجارتي علامه جوړه کړي وي اوهغه ددي علامي په واسطه خپل اجناس په مختلفوقيمتونوسره په خرڅلاورسوي چى دي حالت ته انحصارانه رقابت ويل کيږي.په انحصارانه رقابت کى دشيانوپه کيفيت کى دومره تغيرات نه ليدل کيږي خوبياهم دتصديوخاوندان اخستونکى دمختلفو برانډونو داعلانونوڅخه متاثره کوي اواخستونکى خپل ځانونه ديو خاص برانډپوري تړي او په هرقيمت باندي ددغه تصديو دبرانډاخستلو ته ترجيح ورکوي څرنگه چه په انحضارانه رقابت کى دتصديو تعدادزيات وي خوبيا هم ديوشي په عرضه کى کوم کموالي اوزياتوالي په قيمت باندي ډيراثرات غورځوي مثلاً:تلويزون چه مختلفي تصدي يي توليدوي اوهره يوه دځان لپاره مختلفي تجارتي نښي جوړي کړي لکه فلپس،هټاچي Rga,sharp,sony اوداسي نورچه هره تصدي دخپلي تجارتي نښي قيمت تعين کړي اوهره تصدي ددي نـښي (ليبل)په اساس په بازارکى سره رقابت کوي.
انحصار Monopoly
هغه وخت چه ديوي تصدي توليدشوي جنس بازادته عرضه شي اوټول بازارترخپل کنترول لاندي راولي اوددغه جنس نږدي متبادل جنس په بازارکى وجودونه لري دي حالت ته انحصارويل کيږي.هغه تصدي ته چي په يوشي باندي ورته تصرف حاصل وي نودغه تصدي دعرضي مقداراودقيمت تعين په خپلي حوښي سره کوي ځکه چي په بازارکى دکوم ډول رقابت سره نه مخامخ کيږي په عام ډول سره انحصارکوونکى دتصدي دتوليدشوي جنس قيمت په بازارکى دخرڅولولپاره ټاکى.
اودتقاضآمطابق عرضه باندي کنترول ولري.اوپه بازارکى ددغه جنس کوم متبادل جنس نه وي خوپه عملي ژوندکى داسي شي نشته چه دهغي متبادل په يونه يوشکل کى پيدانشي نومونږدانحصارلري متبادل شي ته کوم اهميت نه ورکووبلکي ديوشي نږدي متبادل شي په شمارکى راولوچى دکيفيت اوقيمت له لحاظه ټيټ وي دمثال په ډول په افغانستان کى دبرق په توليد اوعرضه باندي ددولت انحصاردي چه په بازارکى دبرق نږدي متبادل شى نشته دنوي دوري اقتصادپوهانوانحصارپه يوه نوي شکل کى ښودلي ياواضيح کړي دي دهغوي په اندهغه تصدي انحصارکوونکى ده چه ديوجنس دټولي عرضي يوه زياته حصه تياروي
اوقيمت هم په خپله ټاکى اودرقابت کوونکو وړي وړي تصدي ددغه جنس نږدي متبادل جنس تياروي چه دغه عمل دقيمت په متاثره کولوباندي دومره صلاحيت نه لري.
ب: دتخنيک له مخې :-
دتخنيک له مخې يوشى کيداى شي چې دمختلفو خصوصياتو لرونکى وي اودهمدې خصوصياتو په پام کې نيولو سره کولاى شي چې قيمت ځان ته اختيار کړي . له دې امله اکثراً په دې عقيده دي چې قيمت دجنسيت ممثل دي ،يعنې دښه جنسيت لرونکو شيانو لپاره لوړ قيمت اوبرعکس بايد تاديه شي ، ولې په ډيرو مواردو کې ممکن رقابت او خپلو اهدافو ته درسيدو په خاطر عين شي په کم قيمت اويا ښه جنس په عين قيمت عرضه شي .
کله ناکله ددې سره سره چې جنسيت په ښه کېدلو ځي ولې قيمت يې ارزانه کيږي لکه راديو ، يخچال ،تلويزيون او نور شيان دخپلو خصوصياتو له مخې په ستندرد شوو او غېرستندرد شوو شيانو تقسميږي چې په ستندرد شوو شيانو کې معمولاً دقيمت رقابت نظردجنسيت رقابت ته زيات وي .
مثلاً دساعت جوړولو دوې فابريکې چې ستندرد شوي ساعتونه توليدوي او د نوم او شهرت له نګاه څخه دواړه مساوي او يو برابر وي نوهره يوه يې چې ساعتونه ارزانه خرڅوي زيات مشتريان به ولري.
حال داچې په غيرستندرد شووشيانو کې ددې سره سره چې ځانګړى او مخصوص مارک او علامه لري دقيمت درقابت ترڅنګ دجنسيت رقابت زيات اهميت لري .
بل عامل چې دقيمت په رقابت تاثيرلري ديو شي دشهرت څخه عبارت دى ، يعنې هغه علامې او مارکونه چې مشهور شوي دي . لکه اوميګاساعت ، رائيل بائيسکل او نور چې په دې صورت کې دقيمت درقابت په صحنه کې نوموړي شيان نظرهغه شيانو ته چې ددې علامو او مارکونو لرونکي نه دي زيات رجحان او برتري لري .
له دې امله په پرمختيايي هېوادونو کې دشيانو دمار کونو او خصوصياتو په مشهورولو او مشتري ته دهغوى په انتقال کې زيات لګښتونه صورت نيسي ځکه کله چې نوموړى شى د نوموړې علامې سره مشهور شو نو پيا دقيمت په رقابت کې دهغو توليداتو څخه چې ددې علامې لرونکي نه وي ، ولوکه دښه جنسيت لرونکي هم وي ميدان وړي.
پولي سياست
په خارجي تجارت کې پولي سياست هم دقيمت په رقابت باندې تاثير اچوي ځکه چې لکه څنګه چې پوهيږو په خارجي تجارت کې همېشه تاديات په يو پولي واحد سره صورت نه يسي بلکې دطرفينو په موافقه سره کيداى شي چې تاديات دواردونکي هېواد په پولي واحد يا دصادرونکي هېواد په پولي واحد او يا ددريم ګړي هېواد په پولي واحد سره صورت ونيسي چې په دې صورت کې دنوموړو هېوادونو پولي سياستونه کولاى شي چې په رقابت باندې تاثير وکړي .
انحصاري مارکيټ :
دلته موږ دعرضې له نګاه څخه يو اړخيز انحصارمطالعه کوو او لکه څرنګه چې په تيردرس کې کې مو ولوستل ددې ډول انحصاري مارکيټ علتونه کيداى شي چې مختلف وي لکه تخنيکي پرمختګ ، موقتي انحصار ،دطبعي شرايطو له مخې انحصار او نور.
که چېرې دقيمت دتعين له مخې انحصاري مارکيټ په تاريخي لحاظ مطالعه شي نو ليدل کيږی چې ديوې خاصې او ځانګړې ستراتيژۍ لرونکى دى ځکه ددې سره سره چې کولاى شوی قيمتونه لوړ کړي ولې دبعضو دلايلو له مخې يې دا کار نه دى کړى .
دمثال په ډول دکاناډا نکل چې په دې وروستيو کلونو کې يې دپنځو څخه ترلسو فيصدو څخه زيات لوړوالى نه دى موندلى ځکه هغوى داسې يوه ستراتيژي په لاره اچولې چې که چېرې قيمتونه لوړ بوځي نوامکان لري چې دمجموعي خرڅلاو له مخې دنسبي ضرر او تاوان سره مخامخ شي او خلک به کوشش وکړي چې دتعويضي امکاناتو په لټه کې شي . له دې امله يې په دې ډول مارکيټونو کې هم تقريباً دثابتو قيمتونو ستراتيژي په لاره اچولې .
بايد ووايو چې په يواړخيزانحصاري مارکيټونو کې دقيمتونو لوړوالى دشي په ماهيت او هغې ته دتقاضاپه ارتجاعي والي پورې اړه لري لکه دافغانستان لاجورد چې هغې ته تقاضا فوق العاده ارتجاعي ده او دقيمت په لوړولو سره يې خرڅلاو کميږي .
له دې امله په دې وروستيو کې که څه هم دهېوادونو دژوند سطحه لوړه تللې اودهغې سره يوځاى لوکسو شيانو ته تقاضاهم پورته تللې خوبياهم دلاجوردو قيمت تغيرنه دى کړى ځکه که چېرې دلاجوردو قيمت لوړ شي نو خلک به نورو قيمتي تيږو ته مراجعه وکړي او په دې توګه به دلاجوردو درانيولو څخه ډډه وکړي .
له دې امله په دې ډول يو اړخيزه انحصاري مارکيټونو کې سعى کيږي چې دقيمت دلوړولو پرځاى دخرڅلاو مقدار زيات کړي .
اوليګوپول بازارونه :-
دنړۍ يو زيات شمېر بازارونه په دې بڼه وجود لري يعنې دعرضې له مخې يو څو محدود عرضه کوونکي په دې ډول بازارونو وجود لري چې دطبعي او اقليمي شرايطواو يا دنړيوالو امکاناتو له مخې يې دبازار شکل اوليکوپول دى لکه قهوه ،نفت او نورمعدني محصولات چې ديو څو محدودو هېوادونو څخه زيات يې نه عرضه کوي يا دکشتۍ جوړولو ، اسلحې جوړولو او نورو محصولاتو توليدونکي چې دڅومحدودو هېوادونو څخه زيات نه دي او هغوى دخپلو شيانو دتوليدولو له مخې په رقابت کې دي يعنې هم دقيمت ،جنسيت او اشتهار په ساحه کې سره رقابت کوي او دا رقابت په عمومي توګه په درې ساحو کې جريان لري .
يو داچې کوشش کوي چې دعالي او بهتر کيفيت لرونکى شى په ټيټ قيمت سره عرضه کړ ي خو په عمل کې دا امکان محدود دى ځکه ټيټ قيمت په عالي جنسيت سره دتصدۍ ګټه متضرره کوي .
مثلاً تلويزيون ، راديو ، برقي جاروګانې او نور که چېرې وليدل شي . ددې سره سره چې جنسيت يې ښه شوى ولې دانفلاسيون يا داسعارو دبې ارزش کېدو په نظر کې نېولو سره بيا هم قيمتونه ښکته راغلي دي
بل داچې کوشش کوي چې ښه او بهتر شيان په ثابتو قيمتونو سره په خرڅلاو ورسوي اويا برعکس کوشش کوي چې موجود شي په ټيتو قيمتونو سره عرضه کړي .
دانحصارډولونه Kind of Monopoly
١_ طبعي انحصار Natural Monopoly
طبعي انحصارهغه انحصارته ويل کيږي چه ديوشي دټولي عرضي يوه زياته برخه دنړي په يوه هيواد کى پيداکيږي اونوموړي هيواد ددغه جنس په ټولي عرضي اوتوليد باندي کنترول ولري چه دغه حالت ته طبعي انحصار ويل کيږي.دمثال په ډول په نړي کى دپنبي دټول توليد يوه زياته اندازه په بنگلديش کى توليديږي نو دبنگلديش هيوادپه پنبه باندي طبعي انحصارلري په همدي ډول په برازيل کى دقهوي توليد،په سريلنکاکى دچايوتوليد اوپه ماليشياکى دربړپه توليد باندي طبعي انحصارلري.
٢_ ټولنيز انحصار Social Monopoly
دټولنيزپرمختگ په خاطرهغه وخت چه ديوشي توليدات اودهغي دتقسيم ټول واک يوي تصدي ته ورکړل شي اونوروتصديوته ددي جنس د توليد مجازنه وي نوپدي حالت کى ټولنيز انحصارواقع کيږي دمثال په ډول په افغانستان کى په برق باندي ددولت انحصارهمدارنگه په ټولنيز انحصارسره دغيري ضروري رقابت ميلان ختميږي اودولتي ضرايع له منځه نه ځي.
٣_ قانوني انحصار Legal Monopoly
هغه وخت چه يوشخص يونوي شي توليدکړي نوهغه سبتوي چه پدي سره داشخص په خپل جوړشوي شي باندي قانوني انحصارلري اوبل شخص يااداره داحق نه لري چه دنوموړي شخص داجازي پرته دغه جنس ياشي توليداويا يي نقل وکړي که چيرته کوم شخص داکاروکړي نوقانوني چلندبه ورسره کيږي دمثال په ډول يوليکونکى په خپل کتاب باندي قانوني انحصارلري يعني ددي کتاب ټول حقوق دکتاب په مولف پوري محفوظ دي.
٤_ خودساخته انحصار Implied Monopoly
خودساخته انحصارديوي لوي تصدي د انحصارانه ميلان څخه لاسته راځى کله چی يوه لويه تصدي خپل داخلي اوخارجي کفايتونوکى خپل دتوليدقيمت دومره راټيټ کړي چه ددي په رقابت کى وړي وړي تصدي دتاوان کولوسره مخامخ کيږي اوخپل توليدات دروي چه پدي سره لويوتصديوته د انحصارموقع په خپله پيداکيږي چي دي ډول انحصارته خودساخته انحصارويل کيږي
.
د انحصارگټي اوتاوانونه Merats and Demerit Monopoly
الف:د انحصارگټي
١. _داخلي اوخاجي کفايتونه: انحصارکوونکى يوشي په ډيره پراخه اندازه توليدوي چه پدي سره په زيات مقدارداخلي اوخارجي کفايتونه پيداکيږي مثلاً:خام موادپه ټيټوقيمتونوباندي اخستل دبانگ څخه دقرض په اخستلوکى اسانتياوي دپانگي اوکارگرښه استعمال چه پدي سره دتوليدمصرف کميږي.
٢_په سرمايه گذاري کى زياتوالي:درقابت په نه موجوديت کى رقابت کوونکى په تجارتي ا علاناتو باندي ډير کم مصرف کوي چه پدي سره يي گټه زياتيږي اونوي تصدي پرانيځي.چه دنووتصديوپه جوړيدوسره په هيوادکى سرمايه گذاري زياتيږي.
٣_په قيمتونوکى استحکام:په انحصارکى ديوشي قيمت په زيات ياکم فرق باندي قايم وي ځکه چى انحصارکوونکى دتقاضآکوونکى په مقابل کى دعرضى په مقدارکى تغيرات هم راولي چه ددي تغيراتوپه راوستلوسره دهيوادپه داخل کى دقيمتونو په ټيټوالي اوجگوالي کى کومک کوي.
٤_تجربه اوتحقيق:دمنحصرياانحصارکوونکى مالي وسايل ډيرزيات وي اوهغه دکاروبارلپاره دنوو طريقوپه پلي کولوسره دتحقيق اوتجروبي څخه کومک اخلي چه پدي ډول سره نوي اختراعات منځ ته راځي.
٥_دعامه گټولپاره مناسب والي:دعامه گټولپاره ځيني شيان اوخدمات د انحصارپه ډول راوړل کيږي چه نه ټولنيزمسايل پيداشي اونه ملکى منابع ضايع شي لکه پوسته خانه اوبه برق محکمه د انحصارپه ډول پيداکيږي که چيرته پدي شعبوکى رقابت پيداشي نوهره يوه تصدي به ځانته دبرق لينونه دريل پټلي غزوي چى په هرځاي کى به ددي شيانوجال خورشي اوپه ټولنيزژوند کى به ستونځي راپيدشي.
دانحصارنواقص
١_دټولنيزپرمختگ مخنيوي.
انحصارکوونکى په عام ډول سره دشيانوعرضه کمه ساتي چى دهغي په نتيجه کى قيمتونه لوړيږي او انحصارکوونکى ډيره زياته گټه لاسته راوړي چى دهغي څخه ټولنيز اوسياسي مسايل رامنځته کيږي اودهيوادثبات دخطرسره مخامخ کيږي.
٢_ددولت متمرکزکيدل:
دانحصارپه صورت کى ديوهيواددسرمايي زياته برخه ديوڅو انحصارکوونکوپه لاس کى پريوزي اودهغه هيواد زيات وگړي په غوربت کى ژوندکولوباندي مجبوريږي چه دهغي په واسطه اقتصادي اوسياسي مسايل پيداکيږي.
٣_دتوليددعواملوانتقال:
د انحصارپه صورت کى دتوليدعوامل يوخاص نوعه اجناس اوخدمات توليدوي چه په هغي کى دتوليد دعواملوانتقال ميلان کميږي اوهغه په خپل کارکولوسره زيات نه يازياته معاوزه نشي اخستي نوهغه د انحصارکوونکى په ټاکل شوي معاوزه باندي اکتفاوي.
٤_دنووتصديودخاوندانونه تشويق کول.
په خپل اقتصادي قوت سره په بازارکى انحصارکوونکى دومره غالب وي چه چاته دهغوي سره په بازارکي درقابت کولو توان نه پيداکيږي څرنگه چي دنووتصديوخاوندان دخپل کاروبارپه شروع کولوسره په خپل ځان کى ددي توان نه لري چه دلويو تصدي سره رقابت وکړي بله داچه دنووتصديوخاوندان په بازار کى خپل ځانونه بي ملگري اوبي کومکه احسا سوي نودوي په دي باندي مجبوريږي چه دبازارڅخه تيخته وکړي اوبازارپريږدي.
٥_دنوواختراعاتوکموالي:
په کامل رقابت کى دتصديوخاوندان يودبل څخه درقابتى گټودلاسته راوړلوپه خاطرنوي نوي اختراعات کوي چه په هغي باندي دسرمايي دپيداکولوپه خاطر نوي نوي ميتودونه منځته راوړي مگرپه انحصارکى دنوواختراعاتوامکانات وجود نه لري.
٦_دمصرف کوونکواستحصال:
انحصارکوونکى چى کوم جنس توليدوي اوبازاروته يي عرضه کوي نومصرف کوونکوته اجناس په لوړ قيمت پريوځی برعلاوه انحصارکوونکى مصرف کوونکوته اجناس په لوړقيمت اوپه ټيټ کيفيت سره يي عرضه کوي چه پدي سره مصرف کوونکى داستحصال ښکارگرځى.
دانحصاردگټواوتاوانونودمقايسه کولو څخه داسي معلوميږي چى ددي تاوانونه تريوډيرحده پوري واضح اومعلوم دي خوگټي يي تريوه حده پوري دي ددي علت هم دادي چه انحصارکوونکى دعامه اوملي گټوپرځاي دخپلوشخصى گټولپاره کاروبارکوي اوپه خپلوکارگرانوانحصارکوي دنووتصديوخاوندانوته اجازه نه ورکوي چه مارکيټ ته داخل شي دنوواختراعاتواوکشيفاتوپرځاي دټول هيوادشتمني ځان ته جزبوي چه ددي پراساس ديوهيوادشتمني په غيري مساويانه ډول سره تقسميږي اوعام خلک په اکثريت ډول سره دغربت په ژوندکولوباندي مجبوريږي چه ددغوخوارواوغريبوخلکولاسونه دانحصارکوونکو ترگريوان پوري رسيږي چه پدي سره هيواد په سياسي اواقتصادي لحاظ سره وروسته پاتي کيږي نوددي گردجن حالت څخه دوتلولپاره په يوه سرمايه دارانه اقتصادي نيزام کى بايد ديوجنس دانحصارکوونکو پرمختگ ته اجازه ورنه کړل شي ددولت چارواکى اودجنس مصرف کوونکى بايددانحصارکوونکودکاروباردمخنيوي لپاره لاندي گامونه پورته کړي.
١_دمتبادل جنس لټه:کله چي انحصارکوونکى دخپلي گټي په خاطر ديوجنس دقيمت لوړول وغواړي نودمصرف کوونکودفروخت قوت کميږي نو پدي حالت کى درقابت کولوپه خاطرديوجنس متبادل جنس لټول پکاردي چه په انحصارکى خرڅيدونکى جنس ته تقاضآکمه شي اوقيمت يي پورته لاړنه شي.
٢_درقابت دحوصلي لوړول: انحصارکوونکى هميشه درقابت څخه ويره لري که چيرته انحصارکوونکى دخپل جوړشوي توليد قيمت په خپله خوښه لاسته راوړل وغواړي نودولت ته پکاردي چه دهغوتصديوخاوندانوحوصيله لوړه کړي چه په خپل صلاحيت سره دانحصارکوونکى رقابت وکړي شي اودغه تصدي وکړي شي چه په بازارکى دانحصاري تصديوسره په رقابت کى خپل اجناس په ټيټ قيمت سره وپلوري اوپه دي باندي وتوانيږي چه انحصاردتل لپاره دمنځه يوسي.
٣_دقيمت تعينول:دولت دانحصارپه صورت کى داجناسولپاره قيمت تعينولي شي چه پدي
سره انحصارکوونکى دگټوتعين هم کيدي شي اودتعين شووقيمتونوڅخه دلوړقيمت
لاسته راوړلوپه صورت کى ددولت له خوادقانوني چلند سره مخامخ کيږي چه پدي سره
انحصارکوونکى دخپلي خوښي قيمت په لاس نشي راوړلي.
٤_دتقاضآشکل:دانحصارکوونکى په واسطه جوړشوي جنس ته تقاضآکه چيرته غيري ارتجاعي وي نوپدي سره ديوجنس قيمت لوړيږي اودزياتي گټي دلاسته راوړلوموقع پيداکيږي نوددي په خاطر يوجنس بايدزيات نه زيات ارتجاعي کړي شي چه پدي سره کيدي شي مصرف کوونکى دخپلي تقاضآمقدارپه خپله خوښه کمه کړي ياددي جنس يومناسب متبادل جنس بازارته عرضه شي اوياديوجنس تقاضآارتجاعي شي چه پدي سره دانحصارکوونکى قوت کميږي.
٥_دمصرف کوونکى ضدعامل:دانحصارڅخه دخلاصي په خاطرمصرف کوونکى په خپل منځ کى سره اتحادکولي شي اوهغه قيمتونه چه دانحصارپه اساس رامنځته شوي په خپرونوکى ددي خلاف خپل دناخوښي اظهاروکړي ددي ضرورت په وجه انحصارکوونکى مجبوريدلي شي چه خپل اجناس په مناسبوقيمتونوسره وپلوري.
٦_دولتي کړي:که چيرته کوم انحصارکوونکى دزياتي گټي په خاطرديوشي کيفيت کم کړي اوياپه بازارکى ديوجنس مصنوي کموالي پيداکړي نودولت دعامه گټولپاره خپله دولتي مشينتري راوړي اودانحصارکوونکودغه عمل دناکامي سره مخامه کيږي.
٧_منطقي انحصار:دپورتنيوکړنوبرسيره که چيرته انحصارکوونکى دولت اوعاموخلکوسره کومک نه کوي نودولت په مختلفوډولونو سره دغه انحصاري عمل په خپل لاس کى اخلي اوددغواداروشتون له منځه وړي.