حاجي ميرويس خان هوتک(۱۶۷۳- ۱۷۱۵زېږدي) (په انګرېزي: Mirwais Hotak) د شاه عالمخان هوتک او د نازوتوخۍ نامتو زوی و. د افغانستان ستر مبارز ، مدبره مشر چې افغانان ېې د ښه مشرتابه له کبله نيکه هم ګڼي د شاه عالم خان هوتک زوی ، دکرم خان هوتک لمسئ ، په کال۱۶۷۳ زېږيز کې ، کندهار کې سترګې روڼې کړې. دی په خټه هوتک و چي دغرزيو دټبر يوه ستره پښه ګڼل کېږي . ددې ټبر ډېری وګړي په کلات، هرات او کندهار کې مېشت دي.
د کورنۍ مخينه
دميرويس نيکه مور يوه غيرتمنه اتله يادېږي. د دغې غير تمنې ښځې نوم نازو توخۍ وه ، چي د سلطان ملخي توخي لور وه. (توخي هم دغرزيو له پښته يوښاخ دی. ددې پښت ډېره برخه وګړي په زابل کې مېشت دي . دميرويس خان هوتک درې وروڼه وه ، هر يو ېې عبدالعزيز خان هوتک ، عبدالقادر خان هوتک او يحيی خان هوتک نومېدل . همدا راز ميرويس خان هوتک دجعفرخان ابدالي دپتمني لورسره چي خانزاده نومېده واده کړی و. د ژوند په ۴۲ تم کال (۲۵ ډسمبر ۱۷۱۵ زېږيز چې د ۲۸ ذوالحجه ۱۱۲۷ سپوږميز سره سمون لري په کندهار کې له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد .
د مېرویس خان پوهه او کړنه
د ميروېس خان هوتک پلار په دغه وخت کې د غرزيو د توکم لارښود مشر واوله پوپلزيو سره د خپلوۍ له کبله گنې ابدالی هم بلل کېده. ميرويس په خپلو سترگو او له ډېر نږدې پر خپلو هېوادوالو د بهرني حکومت توپير پالنه لېدله. اوهم يې د سوداگرۍ د کسب له لارې ليدل چې په څه ډول د کندهارد بې سر او پای سوداگريزې پانگې گټه بهرنيو جېبونوته ورتلله. همداشان هغه لېدل چې په کندهار کې پراته ۳۰ زره بهرني سرتېري بايد د دغه ځای د وگړو د خولو له شامته ماړه شي چې د نورو د ټکولو لپاره ښه تکړه اوسي او هم دې د ايراني پارس واکمنو د توپيرپالنې د بډيايۍ يا تکبر دروند پېټی هم پر اوږو يوسي. له دې امله مېرويس خان د توکم د خورو ورو ځواکونو يووالي ته لستوڼي را بډ وهل. بهرنۍ واکمني يې ړنگه او ملت يې د پرديو له مرييتوبه و ژغوره . د توکمونو خانانو لا له مخکې څخه هغه پېژانده او مېرويس يې په خپلو ډلو کې د ځان په څېر يو مشر گاڼه. د ښار وگړو هم د هغه خيرغوښتونکی ، دروند او سپېڅلی چال چلند د سر په سترگو لېدلی و او پر هغه يې ډاډ درلود. يوازېنۍ لاره چې پاتې وه هغه د کړنې او عمل خپلواکي وه او دا د يوه پوځي حکومت تر څار لاندې شونې نه ښکارېدله. نوځکه مېرويس خان هوتک له مېرڅي سره د دوستۍ له لارې ور وړاندې کېږي او له سر زورو ټـبرونو څخه د مالېې د راټولولو، سلا او مشورو، خـوَلې تويونې، د اداري چارو د سمبالتيا اود ټولو اداري چارو د واگو د لاس ته راوستلو له لارې گرگين يې دومره ځانته را نېږدې کړ چې گرگين هوتکي مېرويس د هغه د پوهې او ژورلېد او ځيرکوالي له کبله د کندهار د ښار د راهيټ يا کلانتر په توگه و گوماره او دغه دريځ په هغه وخت کې د نن ورځې د ښاروال له دريځ سره برابر دی. د دغې دندې د تر سره کولو په ترڅ کې مېرويس خان د خلکو ډاډ تر لاسه کړ او ځان یې د یوه منځگړي پله په توگه د ټولو وگړو او دولت تر منځ په زباد ورساوه او په همدې ترڅ کې یې د توکمونو له مشرانو او خانانو سره له خوږواله ډکې اړیکي وساتلې او بله ځانگړتیا یې دا وه چې میرویس خان د ابدالیانو زوم وو او هغوی ورڅخه کرکه نه درلودله.
د صفويانو مذهبي بډوالی او خپل منځي وژنې
نامتو ايرانی پوه داکټر شفا لېکي چې: صفوي اسماعيل شاه خپل پاچاهۍ په تبرېز کې د شل زرو سُنيانو له وژلو پيل کړ . کله چې مشهد ته را ورسېد نود هغه قـِزلباشو سرتېرو د پاچا د وېنې تويولو د تندې د ماتولو په پار په طبسين کې اته زره وگړي له چړو تېر کړل. لومړي شاه عباس خپل دوه وروڼه ، يو وراره ، اکا او خپل دوه زامن (محمد ميرزا او امام قلي ميرزا) ړانده کړل او خپل درېيم ځای ناستی زوی وصفي ميرزا يې په ډېرې سخت زړۍ وواژه. د هغه د وروستـني زوی د ړندېدلو وسه ېې نه درلودله ځکه ېې ځان وژنه وکړه او په دې ډول د شاه عباس له پښته هېڅ نارېنه ماشوم ژوندی پاتې نشو.
د پارس صفوي دولت پر ضد د ميرويس هوتک پاڅون (۱۷۰۹ز)
پدې ډول د دوه نېمو پېړیو په اوږدو کې له ۱۵۰۶ ز تر ۱۷۰۹ ز کال پورې په لوېدېځ او سوېل لوېدېځو ولاتیونو او تر ۱۷۴۷ز کال پورې په ختېزو ولایتونو کې د پردیو د واکمني لړۍ را وغځېدله. د هېواد په گڼو نېول شویو سېمو کې د پردیو واکمنو او کورنېو چوپړ مارانو دنده یوازې نېواک گرو واکمنانو ته په زور زیاتۍ د وگړو غاړه را ټیټونه او د مالیاتو را ټولونه او د خپلواکې غوښتنې د هر ډول پاڅون او غږ وژل ول. د صفوي د واکمنۍ پر مهال د شېعه گروهه د دولت د رسمي مذهب په توگه گڼل کېدله چې په خپل ټول واک او ځواک له ناتارگرۍ ، سیاسي �مذهبي په خپل سرۍ ، سخت زړېتوب او ټولوژنې سره ملگرې وه. ټـبرنۍ ، توکمېزې ، گروهنېزې او غیر شیعه مذهبي ډلې تل ځورول کېدلې ، هغوی ته سپکې او سپورې ویل کېدلې او ان دا چې په ټولېزه ډول به وژل یا ځورول کېدلې او یا به د شتمنیو د نیولو له لارې اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او مذهبي تگلارې څخه لاس پر سر او پر شېعه مذهب را واوړي.
د لومړي شاه عباس ځای ناستی د صفي میرزا زوی سام میرزا له خپل غور نېکه شاه اسماعیل څخه په سورلاسۍ او وینې بهونه کې کم نه وو. د خپلې څوارلس کلنې واکمنې په اوږدو کې یې پرته له ځڼد او خڼده ټولوژنه له خپلو خپلوانورا پیل کړه. هغه خپله ماندېنه او مور دواړه ووژلې او په یوې مسېدلې او نیشې ډکې شپې کې یې شېدې رودونکی زوی په اور کې را گوزار کړ. د وصفي پر نامه د دویم شاه عباس زوی چې د پاچاهۍ له غوره کېدنې وروسته یې خپل نوم پر شاه سلېمان را واړاوه د پاچاهۍ د ځای ناستـنې له هماغو لومړیو پېلېزو شېبو څخه د دربار یو شمېر مخورسپین روبي ، سیاسي مشران ، دربار ته نېږدې ځمکوال او پوځي لارښوده بولندویان له چړو تېر کړل. د شاه سلېمان زوی سلطان حسین چې څو زره حدېثه یې له یاده زده ول او کوشنی کاریې پرته له خدای پالنې ، خدای غوښتنې او استخارې نه تر سره کاوه ، له شپږو کالو پاچاهت وروسته خپله وچه خدای پالیزه سپېڅلتیا یوې خوا ته کړه او د شرابو په کونړونو (جامونو) کې د لمېسدنې یا نشې په خوبونو کې ډوب شو ، لېوالتیا او تنده یې د حرمسرای ښځمنو چوپړیانو ته په ښندېز (افراطي) ډول په ډیرېدا شوه . ان خبره دې ته را ورسېدله چې د هغه خواجه سرایان به د جـُـلفا په کوڅو کې گرځېدل او هر چیرې چې به یې ښاېښته نجونې یا ښځې ولېدلې نو پاچا ته به یې راتښتولې. دغه پر خدای مین او خدای پال پاچا د نورو چارو په پرتله په خپل حرمسرای کې ډیر بوخت وو؛ د ولایتونو واکوالو به له یو بل سره په سیالۍ کې د پاچا د ښځمنغوښتـنې د تندې او لمسېدنې د ماتولو لپاره د خپلې واکمنۍ له سېمې څخه ښایسته نجونې په وچ زور را ټولې ، پاچا او اړوندو کسانو ته به یې حرمسرای ته ور ولېږلې. [2]
د دغه پاچا د پاچاهۍ پر مهال د شېعه د روحانېت مذهبي تنگ الواکي ( تعصب) دومره زیاته شوه چې له امله یې د ایران تر ولکې لاندې ولایتونو کې مذهبي لږکېو پاڅونونو ته لاس واچاوه. د بېلگې په ډول په ۱۱۱۱ کال کې بلوڅانو پر کـِرمان یرغل وکړ، پر کال ۱۱۲۱ د کندهار وگړو او په ۱۱۲۳ کال کې داغستان ، په ۱۱۲۶ کال کې په هرات کې ابدالیانو او په ۱۱۲۷ کال کې سـُـنـي کـُردانو پاڅون وکړ. په ۱۱۳۵ کال کې د قفقاز ارمنېنانو بلوا او سرغړوانه را وپاروله. په هماغه کال کې د ختېز گـُرجستان وگړو هم اله گولې ته لاس واچاوه . په ۱۱۳۳ کال کې لـرانو او په ۱۱۳۴ کال کې د مسقط بلوڅانو او عربانو پاڅون او یاغېتوب وکړ. په همدغه کال ۱۱۳۴ کې په شیروان کې د تسنن د ډلې د مذهبي خپلواکۍ غوښتنې څپې په خوټېدو شوې او د حاجې داؤد مـُدَرِس تر مشرۍ لاندې یې پر شماخي کرسي شیروان یرغل او له څلورو تر پېنځو زرو شېعه گان یې له چړو تېر او د عثماني ترکېې په پلوي یې غږونه راپورته کړل. (۴)
د میرویس خان نیکه مزار
لنډه دا چې د صفوي سلطان حسین د پاچاهۍ په وخت کې د لسگونو نورو نېمگړتیاو تر څنگ د اداري چارو ناسمبالتیا او گډ وډي ، د درباریانو په منځ کې تربگني او دیوبل پروړاندې دروهه (توطـﺋـه) جوړونه ، بډې خوړنه او د صفوي د خپل سرو واکمنانو تیرغمالي او ناتار او د روانو قوانېنو نه پلي کولو، د غیر شېعه ډلو پر وړاندې د شېعه دولت مذهبي تنگ الواکي، د خلکو کوکارو او نارو ته د تیریو د ډیرېدا له امله غوږ نه نېول، د وگړو له زوره وتلې مالېې او د وروسته پاتې مالېې د ترلاسه کولو لپاره له زبېښاک او زور زیاتې کار اخېستنه ټول ددې لامل گرځېدل چې د ټولنې اغیزمن کسان د لارو چارو د موندلو په لټه کې شي او د خپلې سېمې او د ملي خپلواکۍ لپاره هلې ځلې وکړي او له دغسې وَړَندو او مناسبو حالاتو څخه په گټه اخیستنې اړېنه گټه پورته کړي.
نو د اتلسمې زیږدېزې پیړۍ په پېل کې د کندهار بیا د هرات او سیستان وگړو چې له تأریخي - جغرافیوي ، اقتصادي او دودیزپلوه له یو بل سره ډیرې گډې ځانگړتیاوې لري او په خټه کې یې د مېړانې ، رښتنگلوۍ ، همغږۍ ، ځان تېرېدنې او خپلواکۍ غوښتنې سپېڅلي احساسات ډیر پياوړي دي د صفوي بې کفایته دولت له ناتار او تېریو څخه د ځان ژغورنې لپاره یو په بل پسې مټې را بډ وهلې اوپه سمبال شوې توگې د صفوي دولت د زور زیاتۍ ، لنډپارۍ او لنډگروهنې پر وړاندې په پښو ودرېدل ، پاڅون یې وکړ او د سپېڅلې جگړې لړۍ یې په سرښندنې د بشپړې خپلواکې د ترلاسه کولوتر شېبې پورې بهانده وساتله او بیرته په پښو کښېنـناستل. د هغوی موخه د پردۍ واکمنۍ له منگولو څخه د وگړو خپلواکي وه. د خپلواکۍ لپاره د وگړو پاڅونونو نه یوازې په خپله خټه کې لارښودیز پېلوزي او مشعلونه روښانه کړل بلکه په ایران ، افغانستان او نورو سېموکې یې خوځښتونه را وپارول او لدې چې د دغو پاڅونونو په تومنه کې د موخو او اهدافو څرگندوالی وو نو ځکه پایله یې په بریا واوښتله.